تازه خبرونه
شریعت پلي او پر الهي احکامو حکم وکړئ – مولوي هبةالله اخوندزاده
ذبیح الله مجاهد وايي، چې د افغانستان اسلامي امارت رهبر هبةالله اخوندزاده په کندهار ولایت کې د ولایتونو له والیانو سره د خبرو پر مهال پر ښې حکومتولۍ، مسوولیتونو ته پاملرنې او د اسلامي نظام ساتنې بشپړ ټینګار څرګند کړ.

د اسلامي امارت ویاند د سې شنبې پر ورځ ( د زمري دېرشمه) په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې لیکلي، چې د اسلامي امارت رهبر مولوی هبةالله اخوندزاده ویلي: تاسې د جهاد د لومړۍ کرښې له فاتحینو څخه یاست، تاسې د جګړې په لومړۍ کرښه کې یاست، ستا تر امر لاندې لسګونه او سلګونه مجاهدین شهیدان شول؛ د هغو ارمانونه پلي کړئ، اسلامي نظام پياوړی کړئ، شريعت پلی او پر الهي احکامو حکم وکړئ.
د اسلامي امارت رهبر زیاته کړې: هیچاته اجازه مه ورکوئ، چې په ولایتونو کې غیرشرعي کارونه وکړي، د خلکو فکري او عقیدتي اصلاح ته پام وکړئ او له عالمانو سره خپلې اړیکې ټینګې کړئ، د عالمانو باور خپل کړئ، د دین په پلي کولو کې ورسره مشوره وکړئ او د چارو د سمون لپاره ترې کار واخلئ، د ځوان نسل روزنې ته ځانګړې پاملرنه وکړئ او پر اسلامي روحیه یو نسل وروزئ.