تازه خبرونه

شفافيت بنسټ: دولت د برېښنايي تذکرو له وېش تېښته کوي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د افغانستان د شفافیت بنسټ وايي د برېښنايي تذکرو په ځای د کتابچه یي تذکزو د وېش پیل به د برېښنايي تذکرو د پای په معنا وي.

دغه بنسټ زياتوي چې حکومت په یو ډول د برېښنايي تذکرو له وېشلو څخه اوږه خالي کوي. د وګړو د احوالو د ثبت اداره وايي چې د کتابچه یي تذکرو وېش د برېښنايي تذکرو څخه جلا یوه پروسه ده چې له دې لارې غواړي د خلکو هویت تشخیص کړي.

د ولسي جرګې یو شمېر غړي وايي چې حکومت دې د کتابچه یي تذکرو په وېش وخت نه ضایع کوي. په داسې حال کې چې د برېښنايي تذکرو د وېش له پاره خلک ډېر لېواله دي، خو ویل کېږي چې حکومت په خلکو نورې کتابچه يې تذکرې وېشي. د افغانستان د شفافیت بنسټ مسولین وايي،حکومت غواړي د برېښنايي تذکرو له وېشلو اوږېخالي کړي.

د افغانستان د شفافیت بنسټ څېړونکی ناصر تیموري وايي: “د کتابچه يي تذکرو وېش له برېښنايي تذکرو د تېښتې په معنی دی او تاسې هېڅ اړتيا نه لرئ چې دا بهير ترسره کړئ او په دې سره خپلې او د خلکو سرچينې مصرف کړئ، ښه به دا وي چې د برېښنايي تذکرو د وېش له پاره د ادارې او خلکو فشار ډېر کړئ.”

د وګړو د احوالو د ثبت اداره وايي،دوی غواړي د پاڼې په بڼه تذکرې په کتابچه یي تذکره واړوي چې په باور یې دا پروسه لهبرېښنايي تذکرو بېلهپروسه ده.

د افغانستان د وګړو د احوالو د ثبت ادارې سرپرست همایون محتاط وايي: “لومړی خو دا تر برېښنايي تذکرو پورې هېڅ تړاو نه لري بله دا کله چې د برېښنايي تذکرو د وېش بهير پيلېږي، په هغه وخت کې دا کتابچه يي تذکرې له موږ سره مرسته کوي، که دولت زموږ طرحه ومني، په کتابچه د پاڼې د تذکرې په بدلون سره موږ يو ځل بيا د نفوس د هويت له سره تثبيت کوو.”

له بلې خوا د مشرانو جرګې یو شمېر غړي وايي چې حکومت باید د کتابچه يي تذکرو په وېشلو وخت ضایع نه کړي.

د مشرانو جرګې غړی عبدالطیف نهضت یار وايي: “دا د فساد له پاره چې غواړي پيسې خپلو جېبونو ته واچوي يوه بله موکه ده، خلک په هېڅ ډول په دې قانع نه دي، دا يو اضافي لګښت دی، د هېواد اقتصاد دا منلای نه شي چې خپله بوديجه داسې بې ځايه ولګوي.”

حکومت د کتابچه يي تذکرو د وېش له پاره په داسې حال کې تیاری نیسي چې د ملي یووالي د حکومت په رامنځته کېدو دغه حکومت خلکو ته ډاډ ورکړ چې ډېر ژر به د برېښنايي تذکرو وېش پیل کړي.

Trending

Exit mobile version