نړۍ
شمالي کوریا به خپل اټومي دریځ وساتي – کیم جونګ اون
د شمالي کوریا دولتي خبري آژانس د راپور له مخې، کیم د واکمن کارګر ګوند د مرکزي کمیټې په ناسته کې ویلي؛ د واکمنو قدرتونو د «زورواکه حرص» له کبله په نړۍ کې «حیرانوونکې او نه تصور کېدونکې» پېښې رامنځته کېږي او همدې چارې په بېلابېلو سیمو کې شخړې زیاتې کړې دي.
د شمالي کوریا مشر کیم جونګ اون ویلي، د نړۍ د پېچلي او نه اټکل کېدونکي امنیتي وضعیت پر وړاندې د شمالي کوریا د اټومي ځواک دریځ ساتل او پلي کول د ژغورنې یوازنۍ لاره ده.
د شمالي کوریا دولتي خبري آژانس د راپور له مخې، کیم د واکمن کارګر ګوند د مرکزي کمیټې په ناسته کې ویلي؛ د واکمنو قدرتونو د «زورواکه حرص» له کبله په نړۍ کې «حیرانوونکې او نه تصور کېدونکې» پېښې رامنځته کېږي او همدې چارې په بېلابېلو سیمو کې شخړې زیاتې کړې دي.
هغه امریکا په اروپا او منځني ختیځ کې د وینې تویېدا د زیاتېدا مسووله بللې او واشنګټن او جنوبي کوریا یې تورن کړي، چې د خپلو اټومي همکاریو پر پراخولو یې د کوریا ټاپووزمې امنیتي وضعیت نور هم خطرناک کړی دی.
کیم ویلي، د اټومي ځواک د پیاوړتیا او د اټومي وسلو لرونکي هېواد د دریځ له بشپړ کارولو موخه دا ده، چې د نړۍ د پوځي او سیاسي پېچلو شرایطو پر وړاندې فعال او ډاډمن غبرګون وښيي.
که څه هم د شمالي کوریا دولتي رسنیو د دې هېواد د اټومي وسلو د زېرمو په اړه ځانګړي(مشخص) جزئیات نهدي ورکړي، خو څرګندوي: کیم د دودیزو وسلو د پیاوړتیا او د لس زره ټنه سټراټیژیکې جنګي بېړۍ د جوړولو د چټکتیا امر هم کړی؛ هغه بېړۍ، چې پر هدایت کېدونکو توغندیو سمبالېږي.
په سیول کې د شمالي کوریا د څېړنیز پوهنتون استاد یانګ مو جین ویلي؛ د کیم څرګندونې ښيي، چې پیونګیانګ اوس هم د اټومي بېوسلې کېدا مخالف دی او غواړي اټومي هېواد وپېژندل شي.
هغه زیاته کړې، شمالي کوریا یو ځل بیا ټینګار کړی، چې د اټومي بېوسلې کېدا خبرې منتفي دي او د اټومي ځواک له برابر دریځ سره به خبرو ته کېني؛ داسې خبرې، چې ښايي د وسلو پر کمولو راڅرخي، نه د هغو پر بشپړ له منځه وړلو.
کارپوهانو ویلي، دا ډول خبرې به د لږ تر لږه د اټومي مخنیوي د منلو او د بندیزونو د کمېدا غوښتنه هم ولري او له هغو پخوانیو وړاندیزونو سره به بنسټیز توپیر ولري، چې د تدریجي بېوسلې کېدو په اړه وړاندې شوي وه.
شمالي کوریا سره له دې، چې د ۲۰۰۶ او ۲۰۱۷ز.کلونو ترمنځ پرې د ملګرو ملتونو او امریکا پراخ بندیزونه لګېدلي؛ خپل اټومي پروګرام روان ساتلي دی.
پیونګیانګ ځان اټومي هېواد بولي او بیا-بیا یې ویلي؛ هیڅ شی به یې د اټومي وسلو پرېښودو ته اړ نهکړي.
په دې حزبي ناسته کې د ډبروسکرو د صنعت پر بیاجوړونې او د کانکېندونکو ټولنو پر بیا پراختیا هم ټینګار شوی؛ هغه څه، چې کیم یې سټراټیژیک لومړیتوب بولي.