نړۍ

شمالي کوریا خپل تر ټولو اوږد واټن ویشتونکي توغندی تجربه کړ

Published

on

پر اټومي وسلې سمبالې شمالي کوریا د یکشنبې پر ورځ له ۲۰۱۷ زېږدیز کال راپدیخوا خپل ترټولو لرې او منځنی واټن وهونکي توغندي وتوغول، چې د امریکا او متحدینو لخوا یې غندنه وشوه.

د سویلي کوریا د ګډو ځواکونو لوی درستیز څرګنده کړې؛ نن سهار د ګرینویچ پر وخت ۷:۵۲ د شمالي کوریا لخوا د جاګانګ ولایت له ختیځ ساحل څخه د بحر پر لوري یو بالستیک توغندی توغول شوی دی.

د سویلي کوریا ملي امنیت شورا د ولسمشر مون جائه پر مشرۍ یې یوه بېړنۍ ناسته ترسره او وایي، چې دغه تجربه پر داسې منځني واټن ویشتونکي بالستیک توغندي ترسره شوې، چې شمالي کوریا له ۲۰۱۷ کال راپدیخوا تجربه کړی نه و.

ولسمشر مون جائه په ډاګه کړې، چې شمالي کوریا له دې تر ټولو اوږد واټن وهونکي توغندي له توغولو سره لګول شوي بندیز په پام کې ندی نیولی او سرغړاوی یې ترې کړی دی.

هغه یادونه وکړه، چې په روانه میاشت کې د توغندیو د تجربو لړۍ د ۲۰۱۷ کال له تاو تریخوالي یادونه کوي. هغه مهال شمالي کوریا ډېری اټومي آزموینې ترسره کړې او خپل ترټولو لوی توغندي یې وتوغاوه، چې ان ځینې یې د جاپان پر تېر شول.

د امریکا د اردو د هند – پاسیفیک قومندانۍ د یکشنبې له برید وروسته په ډاګه کړې؛ امریکا دا کړنې غندي او له شمالي کوریا غواړي، چې له نورو بې ثباته کوونکیو کړنو څخه ډډه وکړي.

د بهرنۍ پالیسۍ او ملي امنیت د مرکز څېړونکي یوک یانګ ویلي؛ داسې بریښي، چې کیم له ژمني اولمپیک څخه مخکې د بندیزونو په اړه پر واشنګټن او بیجینګ د فشار اچولو لپاره آزموینې ګړندۍ کړي دي.

Trending

Exit mobile version