نړۍ
شمالي کوریا دوه یمه جاسوسي سپوږمکۍ تجربه کړه
(Last Updated On: کب ۱۵, ۱۴۰۰)
رويټرز څرګنده کړې، شمالي کوريا يوه بله جاسوسي سپوږمکۍ تجربه کړه.
په سیمه کې پوځي چارواکو هم په روانه اوونۍ کې د شمالي کوریا د دوه یم بالستیک توغندي له تجربې خبر ورکړی دی.
د دغه راپور له مخې؛ امریکا، جنوبي کوریا او جاپان د شمالي کوریا دا آزموینه غندلې ده.
دوی د شمالي کوریا د دغې جاسوسي سپوږمکۍ آزموینه د بالیسټیک توغندیو تخنیکي آزموینه بولي، چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د پرېکړه لیکونو له مخې منع شوې دي.
دا په تېره یوه اوونۍ کې د سپوږمکیو د تجهیزاتو دوه یمه آزموینه ده، چې په روان کال کې د شمالي کوریا لخوا د توغنديو نهمه تجربه شمېرل شوې ده.