نړۍ

شمالي کوریا دې د توغندیزو تجربو پر ځای د خلکو اړتیاوو ته لومړیتوب ورکړي – امریکا

Published

on

(Last Updated On: سلواغه ۱۹, ۱۴۰۰)

امریکایي چارواکو له شمالي کوریا غوښتې، چې د توغندیزو تجربو د تر لاسه کولو پرځای دې د خپلو خلکو اړتیاوو ته لومړیتوب ورکړي.

په دې وروستیو کې پر دغه هېواد د امریکا له بندیزونو وروسته اقتصادي او بشري وضعیت خراب شوی دی.

روسیې او چین په شمالي کوریا کې د بشري وضعیت د خرابیدو پړه پر امریکا وراچولې ده.

په ملګرو ملتونو کې د امریکا استازې لینډا توماس ګرینفیلډ ویلي: مونږ له شمالي کوریا څخه غواړو، چې د خپل غیر قانوني اټومي پروګرام د دفاع پر ځای د خپلو خلکو هوساینې ته ژمن شي او بشري حقونو ته درناوی وکړي. یعنې د شمالي کوریا د زیان منوونکیو خلکو اړتیاوو ته دې لومړیتوب ورکړئ.

دا په داسې حال کې ده، چې شمالي کوریا له ۲۰۰۶ زېږدیز کال راپدیخوا د امریکا او ملګرو ملتونو تر بندیزونو لاندې ده.

Trending

Exit mobile version