کوید۱۹
شمالي کوریا د تبې ۷۹ زره نوې پېښې ثبت کړي
د شمالي کوریا دولتي خبري آژانس نن (شنبه د غبرګولي څوارلسمه) راپور ورکړ، چې په دغه هېواد کې د کرونا ویروس د لومړۍ خپرېدڼې پر مهال پر تبه اخته شاوخوا ۷۹ زره او ۱۰۰ ناروغان ثبت شوي او یو بل ترې مړ دی.
دا هېواد تېره میاشت د بېړني حالت او قرنطین له اعلانیدو راپدیخوا د کوویډ – ۱۹ ناروغۍ له بې سارې څپې سره مبارزه کوي؛ خو د واکسینو، طبي تجهیزاتو او خواړو له لږوالي هم اندېښنه لري.
د شمالي کوریا دغې سرچینې ویلي، چې د اپریل له وروستیو راپدیخوا په ټول هېواد کې د ناروغانو شمېر څلور میلیون کسانو ته رسیدلی او ۷۱ د مړینو پېښې هم لري.
دا ناروغي له دوه اوونیو له ورځنيو پېښو لږوالی ښیي او منځنۍ کچه یې درې سوه نوي زره ته راټیټه شوې ده.
شمالي کوریا پر کوویډ – ۱۹ د اخته خلکو مثبت شمېر نه په ډاګه کوي؛ ځکه، چې دوی د ناروغۍ د تشخیص لپاره لابراتواري تجهیزات نلري او د تبې اصطلاح کاروي.
کارپوهان پدې باور دي، چې ښايي خپور شوي شمېر له اصلي شمېره لږ وي.