نړۍ

شمالي کوریا د روانې میاشتې لومړنی نوی توغندی تجربه کړ

Published

on

رویټرز راپور ورکړی، چې شمالي کوریا د یکشنبې پر ورځ یو نوی بالیستیک توغندی وتوغاوه، چې دا یې د روانې میاشتې لومړنۍ تجربه ده.

د سویلي کوریا د ګډو ځواکونو لوی درستیز راپور ورکړی، چې شمالي کوریا له خپل ختیځ ساحل څخه د سمندر پر لوري یو شکمن بالستیک سنان ته نږدې، چې د پیونګ یانګ نړیوال هوایی ډګر سره پروت دی توغندی توغولی دی.

د سرچینې د څرګندونو له مخې؛ د یکشنبې دې توغندي ۶۲۰ کیلومټره پر لوړوالي ۳۰۰ کیلومټره واټن وهلی دی.

د جاپان دفاع وزیر نوبو کیشي په یوه ټلویزیوني وینا کې څرګنده کړې؛ د کال له پیل راپدیخوا په پرلپسې توګه توغندي توغول شوي او شمالي کوریا د بالستیک توغندیو ټکنالوژۍ جوړول روان ساتلي دي، چې دا کار د جاپان، سیمې او نړیوالې ټولنې امنیت ته ګواښ دی.

د امریکا د پوځ د هند- پاسیفک ځواکونو قومندان ویلي؛ امریکا دا وروستۍ آزمایښت غندلی او پر شمالي کوریا یې غږ کړی، چې بې ثباته کوونکي کارونه ودروي. که څه هم دا آزموینه سمدستي ګواښ ندی.

شمالي کوريا خپله وروستۍ آزموينه د جنورۍ پر ۳۰ نېټه کړې وه او هغه مهال یې هاوسونګ-۱۲ منځنی واټن ويشتونکی بالستيک توغندی توغولی و.

په داسې حال کې ده، چې دجاپان دفاع وزیر ویلي؛ وروستی آزمایښت پر اوکراین د روسیې له یرغل سره همهاله تجربه کیږي. که شمالي کوریا له دې وضعیت څخه ګټه پورته کړي، دا به بیا د زغملو نه وي.

شمالي کوریا، چې له چین سره نږدې اړیکې لري، د فبرورۍ په میاشت کې د بېجینګ د المپیک پر مهال هیڅ توغندی ونه آزمویه.

د رویټرز د راپور له مخې، د پیونګ یانګ نړیوال هوایی ډګر د توغندیو د تجربو ځای دی؛ ځکه، چې د دغه توغندي په ګډون تېره میاشت هم ترې د لنډ واټن بالستیک توغندیو یوه جوړه توغول شوې وه.

Trending

Exit mobile version