نړۍ
شمالي کوریا د نړۍ تر ټولو قوي اتومي ځواک لرل غواړي – کیم جونګ اون
دولتي رسنیو د یکشنبې پر ورځ څرګنده کړې؛ د شمالي کوریا مشر کیم جونګ اون ویلي، چې خپلواک هېواد او د نړۍ ترټولو پیاوړی اتومي ځواک غواړي.
د شمالي کوریا کیم جونګ اون زیاته کړې؛ موخه مو دا ده، چې د نړۍ تر ټولو غښتلې ستراتیژیکه قوه ولرو، داسې بشپړه قوه، چې په دې پېړۍ کې ساری ونلري.
کیم دا څرګندونې په هغو ځانګړیو مراسمو کې کړي، چې د هغو په لس ګونه پوځي افسرانو د ترفیع لپاره ترتیب شوې، چې د دې هېواد تر ټولو د ستر بالاستیک توغندي په آزمایښت کې یې لاس درلود.
د شمالي کوریا مشر د نومبر پر ۱۷ (Hwasong-17) نومي بین القاروي بالاستیک توغندي له آزمایښت څخه وروسته ژمنه وکړله، چې د امریکا لخوا متوجه اتومي ګواښونو ته به په اتومي وسلو ځواب ورکړي.
کیم جونګ اون تازه آزمایل شوی بین القاروي توغندی (Hwasong-17) د نړۍ تر ټولو قوي ستراتیژیکه وسله وبلله او وایي؛ دا ډول توغندي جوړول د شمالي کوریا عزم او وړتیا ښیي، چې غواړي بالاخره د نړۍ تر ټولو قوي پوځ جوړ کړي.
هغه پرته لدې، چې نور جزئیات ورکړي پخپلو خبرو کې ویلي؛ د شمالي کوریا ساینس پوهانو په بالاستیک توغندیو کې د اتومي سرګلولو د ځای پر ځای کولو د تکنالوژۍ د پرمختګ په برخې کې ستر ګام اخیستی.
د کوریا مشر له دې ساینس پوهانو، انجنیرانو او پوځي چارواکو سره، چې په تازه آزمایښت کې یې برخه درلوده، سره په ملاقات کې ویلي: تمه ترې لري، چې د هېواد د اتومي وسلو د وسعت او قوت لپاره په دومره چټکۍ کار وکړي، چې ساری ونلري.
د شمالي کوریا بین القاروي توغندي دا وړتیا لري، چې د امریکا خاوره په نښه کړي.
له دې آزمایښت څخه وروسته امریکا د ملګرو ملتونو د امنیت شورا څخه وغوښتل، چې د تازه آزمایښت له کبله شمالي کوریا مسووله وبلل شي؛ ځکه، چې پر دغو وسلو د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د پرېکړه لیکونو له مخې بندیز دی.