نړۍ
شمالي کوریا په یوه اوونۍ کې دوه یم توغندی تجربه کړ
د جنوبي کوریا پوځ په ډاګه کړی، چې شمالي کوریا یو بل توغندی هم له خپل ختیځ ساحله د سمندر پر لوري توغولی دی.
د رویټرز د څرګندونو له مخې؛ د سویلي کوریا پوځ ویلي، چې توغندي پر سیمه ییز وخت د سهار پر ۷:۲۷ توغول شوی دی.
د جاپان دفاع وزارت هم خبر ورکړی، چې شمالي کوریا یو بالسټیک توغندی تجربه کړی دی.
دغه توغندی جاپان ته د وقف شوي اقتصادي زون څخه بهر په اوبو کې لګېدلی دی.
دا له یوې اوونۍ څخه په کمه موده کې د شمالي کوریا دوه یم توغندی دی.
د چارشنبې پر ورځ د مرغومي ۱۳ د جاپان او جنوبي کوریا چارواکو څرګنده کړه، چې شمالي کوریا له خپل ختیځ ساحله یو بالسټیک توغندی توغولی دی.
شمالي کوریا د خپل توغندیز پروګرام او اټومي وسلو له کبله د امریکا او متحدینو له بندیزونو سره مخ ده.
دا راکټي برید په داسې حال کې تر سره کیږي، چې د شمالي کوریا مشر کیم جونګ اون د جمعې پر ورځ په یوه وینا کې څرګنده کړې، چې په ۲۰۲۲ زېږدیز کال کې یې د هېواد لومړیتوب د ژوند او مرګ په پراخه مبارزه کې اقتصادي پرمختګ او د خلکو د ژوند ښه کول دي.