ساینس او ټیکنالوژي
شمالي کوریا په یوه اوونۍ کې څلور بالستیک توغندي وتوغول
رویترز راپور ورکړی، چې شمالي کوریا د شنبې پر ورځ ختیځ ساحل څخه د بحر پر لوري دوه لنډ واټن ویشتونکي توغندي وتوغول، چې دا په تېره یوه اوونۍ کې څلورم توغول شوی توغندی دی.
د توغندیو دا ازمایښت له هغې وروسته رامنځته شوی، چې امریکا او سویلي کوریا په تېرو پېنځه کلونو کې ترټولو لوی ګډ نظامي روزنه د آزادۍ د سپر تر سرلیک لاندې تر سره کړه. شمالي کوریا نن سهار د بالستیک توغنديو دا ازموینه تېره اوونۍ جنوبي کوریا ته د امریکا د مرستیالې ولسمشرې کامالا هاریس له سفر وروسته ترسره کړې ده.
د جاپان سمندري ځواکونو د پیونګ یانګ لخوا لږ تر لږه دوه بالستیک توغنديو توغول تائید کړل او د یوې حکومتي سرچینې د څرګندونو له مخې څرګندوي، چې د شمالي کوریا دوهیم بالستیک توغندي د جاپان له ځانګړي اقتصادي زون بهر غورځیدلي دي.
د رویترز په وینا؛ دا توغندي شمالي کوریا جنوبي کوریا ته د ولسمشر د لومړي مرستیالې له سفر مخکې او وروسته توغولي دي.
سږ کال هم دغه هېواد د خپلو وسلو د ازموینو سرعت په بې ساري ډول زیات کړی دی.
پیونګ یانګ هم په دې وروستیو کې له ۲۰۱۷ کال راپدیخوا د لومړي ځل لپاره د بین البراعظمي بالستیک توغندي ازموینه ترسره کړه، چې په لویدیځ کې یې پراخ غبرګونونه راپارولي دي.
د شمالي کوریا لخوا اتومي ازموینې او د بالستیک توغندیو ازمایښت د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له اوږدې مودې راپدیخوا منع دي او دغې شورا تر اوسه په څو غونډو کې پر شمالي کوریا بندیزونه لګولي دي.
د جنوبي کوریا پوځ د شمالي کوریا د بالستیک توغندي د وروستي ازمایښت په اړه په خپل راپور کې د توغندیو د واټن، لوړوالي او سرعت جزئیات ندي ورکړي.
