نړۍ

شمالي کوریا یو بالسټیک توغندی وتوغاوه

Published

on

(Last Updated On: کب ۲۸, ۱۴۰۲)

د رویټرز د څرګندونو له مخې؛ د سویلي کوریا پوځ په ډاګه کړې، چې څو لنډ واټن ویشتونکي بالسټیک توغندي د ټاپو وزمې ختیځ لوري ته وتوغول شول.

د جاپان ساحلي ګارد هم ویلي، چې شمالي کوریا دوه توغندي توغولي دي. دا په تېرو دوه میاشتو کې لومړی ځل دی، چې پیونګ یانګ بالسټیک توغندی توغوي.

شمالي کوریا وروستی ځل د مرغومي پر څلیریشتمه د سوپرسونیک منځني واټن ویشتونکي توغندي ازموینه ترسره کړه.

د شمالي کوریا د بالسټیک توغندي ازموینه په داسې حال کې ترسره کیږي، چې د امریکا بهرنیو چارو وزیر انټوني بلینکن د سویلي کوریا د ولسمشر یون سوک یول پر کوربه‌توب د “ډیموکراسۍ په غونډه” کې د ګډون لپاره سیول ته تللی دی.

په وروستیو اوونیو کې د شمالي کوریا پوځ د دودیزو وسلو پر کارولو پوځي روزنیزې هڅې ترسره کړې، چې د شمالي کوریا مشر کیم جونګ اون یې د ډېرو څارنه هم وکړه.

د شمالي کوریا د ځواک دا ننداره په داسې حال کې کیږي، چې امریکا او جنوبي کوریا هم په دې وروستیو کې ۱۰ ورځنۍ ګډې پوځي روزنیزې هڅې ترسره کړي دي.

سیول هم په ډاګه کړې، چې له امریکا سره په دغو کلنیو ګډو روزنیزو هڅو کې یې له سمندري ځواکونو، برید ګرو چورلکو او د ځمکې او اوبو جنګي موټر کارولي دي.

د جنوبي کوریا د چارواکو د څرګندونو له مخې؛ دغه هېواد هم له شمالي کوریا سره نږدې د دغه هېواد د لویدیځو ټاپوګانو د دفاعي پیاوړتیا لپاره ، چې په ۲۰۱۰ ز. کال کې پرې پیونګ یانګ بمبارد کړی و؛ خپل ځواکونه زیات کړي دي.

Trending

Exit mobile version