ساینس او ټیکنالوژي
شمالي کوریا یو بل بالستیک توغندی هم توغولی
رویټرز په ډاګه کړې، چې شمالي کوریا نن (پنجشنبه د وري ۴ ) یو لوی بالستیک توغندی د ختیځ ساحل لوري ته وتوغاوه.
د راپور له مخې، دا ازمایښت ښايي له ۲۰۱۷ کال وروسته د دې هېواد تر ټولو د ډېرې وړتیا وړ توغندی دی.
د جنوبي کوریا یوه ډګروال ویلي؛ ګومان کیږي، چې شمالي کوریا د اوږده واټن بالستیک توغندي تجربه کړی وي.
د جاپان ساحلي ګارد څرګنده کړې؛ په دې تجربه کې ښايي یو بالستیک توغندی هم وي او تمه ده، چې د لومړي ځل لپاره د توغولو له راپور شاوخوا ۵۰ دقیقې وروسته د جاپان په ځانګړې اقتصادي سیمه کې وغورځيږي.
دا په داسې حال کې ده، چې جنوبي کوریا او امریکا په دې وروستیو کې ګډې پوځي روزنیزې هڅې پیل کړې دي.