سیمه ییز خبرونه
شمېرې ښيي، چې تر اوسه هم افغانستان د نړى نوي سلنه نشه يي توكي توليدوي
د امريكا متحده ايالات د افغانستان له هغو اوه لس ولايتونو سره څه د پاسه اتلس ميليون ډالره مرسته كوي، چې د كوكنارو كر په كې صفر شوى دى.
د دغې مرستې هوكړه ليك د سې شنبې په ورخ ( د سلواغې ۲۴ ) په كابل كې د امريكا د قانون د تنفيذ او نشه يي توكو د سفير او افغانستان د نشه يي توكو پروړاندې د مبارزې وزارت لاسليك كړ.
په تېرو لسو كلونو كې د كوكنارو د كر د مخنيوي په برخه كې د نړيوالې ټولنې او په ځانګړې توګه امريكا مرستې ندي توانېدلي، چې افغانستان د هغو هېوادونو له ډلې وباسي، چې نشه يي توكي په كې كرل كېږي.
شمېرې ښيي، چې تراوسه هم دا هېواد د نړى نوي سلنه نشه يي توكي توليدوي.
په كابل كې د امريكا سفارت د قانون د تنفيذ او نشه يي توكو سفيرميك فارلند وایی:
زه فكر كوم، چې د نړۍ په ځينو هېوادونو كې د نشه يي توكو تقاضا د دې لامل شوې، چې په افغانستان كې د دغه پديدې كښت او قاچاق دوام وكړي، ځكه درې لسيزې جګړې او نا امنۍ په دې هېواد كې د نشه يي توكو د كر او توليد لپاره زمينه برابره كړې ده.
د امريكا په سفارت كې دا چارواكى په دې اند دى، چې په افغانستان كې د نشه يي توكو له كر او قاچاق څخه ترلاسه شوې ډېرې پېسې د وسله والو مخالفينو جيبونو ته ځي، نو له دې امله د امريكا متحده ايالات تصميم لري، چې په افغانستان كې د نشه يي توكو د مخنيوي او يا كمولو په برخه كې خپلو همكاريو ته دوام وركړي.
د نشه يي توكو پر وړاندې د مبارزې وزير ضرار احمد عثماني وايي:
هغه ولايتونه، چې د كوكنارو كر په كې صفر شوى د ښو كړنو د ستاينې تر پروګرام لاندې راځي او په دغو ولايتونو كې د بيارغونې د چارو لپاره يو ميليون ډالر وركول كېږي.
بلخ، باميان، غزنى، فارياب، جوزجان، خوست، كندز، لوګر، نورستان، پكتيا، پكتيكا ، پنجشير، پروان ، سمنګان، سرپل، وردګ او تخار هغه ولايتونه دي، چې د كوكنارو كر په كې صفر شوى دى.
همدا راز په بغلان او بدخشان كې د كوكنارو شپېته سلنه كروندې تخريب شوې، چې صفر ته نيژدې دي.
د نشه يي توكو پروړاندې د مبارزې وزارت زیاتوی، چې كندهار، هلمند، ارزګان او فراه هغه ولايتونه دي، چې د نشه يي توكو د كر ستونزې په كې شته او د زياتوالي په حال كې ده او د افغانستان ۹۵ سلنه نشه يي توكي په همدې څلورو ولايتونو كې توليدېږي.