تازه خبرونه
شهاب الدین دلاور او ورسره مل پلاوي د مس عینک کان له اړوند سیمو لیدنه وکړه
د کانونو او پټرولیم وزارت چارسمبالي او ور سره مل پلاوي د چارشنبې پر ورځ د غویی نولسمه د مس عینک کان له بېلابېلو سیمو او د عینک سیمې له لرغونو آثارو لیدنه وکړه.
لوګر ولایت ته په دې سفر کې د کانونو او پټرولیم وزارت له چارسمبالي شهاب الدین دلاور سره د اطلاعاتو او کلتور وزارت چارسمبالي ملا خیرالله خیرخواه، په کابل کې د چین هېواد سفیر ژاو شینک، د MCC شرکت چارواکو، والي ضیاءالرحمن مدنی او د انرژۍ او اوبو وزارت مرستیال ملتیا کوله.
د کانونو او پټرولیم وزارت د څرګندونو له مخې؛ په دې اړه یوه ناسته هم تر سره شوه، چې په کې د MCC شرکت چارواکو د مس عینک کان د سړک جوړولو، د لرغونو آثارو ساتنې د پلان د وروستي کېدو او د عملي کار د پیل په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې کړل.
د یاد شرکت چارواکو ویلي، چې د مس عینک کان د پروژې له عملي پیل سره به په سیمه کې لرغونو آثارو ته زیان ونه رسیږي.
دغه راز د اطلاعاتو او کلتور وزارت چارسمبالي هم د دغې سيمې د لرغونو آثارو او د هغو د ساتنې په اړه خبرې وکړې او د پروژې د کار د ګړندي کولو لپاره يې د همکارۍ ژمنه وکړه.
د انرژۍ او اوبو وزارت مرستیال هم د مس عینک کان د برښنا او اوبو رسولو په برخه کې د دې وزارت له همکاریو ډاډ څرګند کړ.
ویل کیږي، چې د لوګر مس عینک کان تړون له یوې چینايي کمپنۍ سره ۱۶ کاله پخوا لاسلیګ شوی دی؛ خو د دغه کان استخراج اوس هم ندی پیل شوی.