سیمه ییز خبرونه

شهباز شریف بیا هم د پاکستان لومړی وزیر شو

Published

on

شهباز شریف یو ځل بیا د پاکستان په پارلمان کې د لومړي وزیر په توګه وټاکل شو.

۷۲ کلن شریف د تېر کال د اګست تر میاشتې، چې پارلمان منحل شو؛ دغه دنده پر غاړه درلوده. له هغه وخت راپدیخوا په پاکستان کې د لنډمهالي حکومت واکمني وه.

سره له دې، چې د هغه مشر ورور نواز شریف په پارلمان کې یوه څوکۍ ګټلې وه؛ شهباز شریف د ګوند او د هغه د ايتلافي ملګرو له‌خوا د پاکستان د لومړي وزیر په توګه وټاکل شو.

د پاکستان مسلم لیګ نواز ګوند په عمومي ټاکنو کې له ۲۶۴ څوکیو څخه یوازې ۸۰ څوکۍ وګټلې؛ خو نورو ګوندونو یې ملاتړ وکړ، چې اکثریت خپل کړي.

په ۲۰۲۲ ز. کال کې د عمران خان له ګوښه کیدو وروسته د ائتلاف پر ساتلو سربېره، شهباز شریف پاکستان سره مرسته وکړه، چې د نړیوال وجهي صندوق څخه د مالي ژغورنې ټولګه ترلاسه کړي.

نواز شریف په لندن کې د تبعید ژوند تېراوه او په حکومتي څوکیو کې له کار کولو منع شوی و؛ خو هغه د اکتوبر په میاشت کې پاکستان ته راستون شو.

له لومړي وزارته وړاندې شهباز شریف د یو سیاستوال نه زیات د یوه مدیر په توګه پېژندل کیده، چې د پاکستان د تر ټولو لوی ایالت پنجاب، د وزیر اعلی په توګه یې درې ځله خدمت کړی دی.

د لومړي وزیر په توګه هغه ​​​​د ائتلافي ګوندونو ترمنځ د سولې جوړونکی رول پر غاړه واخیست، چې ډېري وختونه د کلیدي پالیسیو پر سر اختلاف لري.

د شهباز شریف لویه لاسته راوړنه په خپله لنډه دوره کې د پیسو له نړیوال صندوق څخه مالي مرستې ترلاسه کول دي. دا تړون له هغې وروسته لاسلیک شو، چې شریف د جون په میاشت کې د پیسو نړیوال صندوق له مشرې کریسټالینا جورجیوا  ځانګړې اړیکې ونیولې.

په هرصورت، د هغه د ادارې په وخت کې د انفلاسیون کچه له ۳۸ سلنې څخه لوړه شوه، چې د نړیوال وجهي صندوق له پروګرام سره سم د اقتصادي ثبات لپاره اړینه ګڼل کیږي.

هغه د عمران خان حکومت د اقتصادي سقوط لامل ګڼي، چې د څرګندونو له مخې یې د پیسو له نړیوال صندوق سره له لرې کېدو لږ مخکې تړون مات کړی و.

 

(رویترز)

Trending

Exit mobile version