نړۍ

شهباز شریف د پاکستان د درویشتم لومړي وزیر په توګه لوړه وکړه

Published

on

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د دوشنبې پر ورځ په ولسمشرۍ ماڼۍ کې د حکومت د لومړي وزیر په توګه لوړه وکړه او په رسمي بڼه یې د لرې شوي لومړي وزیر عمران خان دنده پر غاړه واخیسته.

د لوړې دغه مراسم د عمران خان د تحریک د غړي او د مشرانو جرګې د مشر صادق سنجراني له لوري د ولسمشر عارف علوي په نشتون کې، چې وایي روغتیایي حالت یې ډاډمن ندی؛ تر سره شوي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې ټاکل شوې د پاکستان له واکه لرې شوی لومړی وزیر عمران خان به سبا ته په پېښور کې د خپل ګوند لومړۍ غونډه جوړه کړي.

Trending

Exit mobile version