تازه خبرونه

شهباز شریف په پاکستان کې د لومړي وزارت د ګټلو په لټه کې دی

Published

on

په پاکستان کې له سیاسي بدلون سره همهاله د اپوزیسیون مشر سیاستوال شهباز شریف د یکشنبې پر ورځ مقننه قوې ته د پاکستان د راتلونکي لومړي وزیر په توګه خپله نوماندي وړاندې کړه.

د شهباز شریف ګوند له هغې وروسته، چې عمران خان په ولسي جرګه کې له شاوخوا څلور کلونو واک وروسته د باور رایه له لاسه ورکړه؛ دغه مقام ته خپله لیوالتیا ښکاره کړې ده.

په پاکستان کې د درې ځلي لومړي وزیر نواز شریف کشر ورور؛ ۷۰ کلن شهباز شریف هیله من دی، چې د دوشنبې پر ورځ  به له رای ورکولو وروسته د عمران خان ځای ونیسي.

د عمران خان ګوند هم د بهرنیو چارو پخوانی وزیر شاه محمود قریشي د نوماند په توګه نومولی او څرګندوي، چې که هغه بریالی نشي؛ نو دوی بهله ولسي جرګې له غړيتوبه په ډله ییزه توګه استعفا ورکړي.

عمران خان د پاکستان لومړی وزیر و، چې د اپوزیسیون پر ټینګار د نه باور پر رایو له واکه لرې شو او هغه تورونه یې تکرار کړل، چې د رژیم د بدلون تر شا یې بهرنۍ دسیسه ده.

هغه د خپل ټویټر اکاونټ له لارې څرګنده کړې: د آزادۍ مبارزه نن بیا پیل کیږي.

هغه د خپل ټویټر اکاونټ له لارې، چې له ۱۵ میلیون ډېر خلک یې څاري له بې واکه کېدو وروسته لیکلي:

زه په ټول پاکستان کې پخپلو ټولو پلویانو غږ کوم، چې د یکشنبې پر ورځ د مازدیګر له لمانځه وروسته ټول باید له خپلو کورونو راووځي او د دغه وارداتي حکومت پر ضد، چې واک ته د رسېدو هڅه کوي؛ سوله ییز لاریون وکړي.

د هغه حکومت د یکشنبې د ورځې په لومړیو ګړیو کې له ۱۳ ساعته غونډې وروسته بېواکه شو.

اپوزیسیون ګوندونو وکولی شول، چې د بې باورۍ لپاره د ولسي جرګې له ۳۴۲ غړیو څخه د ۱۷۴ رایې ترلاسه کړي او د دوشنبې له غرمي وروسته ټاکنو ته خپل نوماند وړانوې کړي.

د عمران خان د اطلاعاتو پخواني وزیر فواد چوهدري خبریالانو ته ویلي، که د دوی نوماند بریالی نشي، نو پارلماني غړي به یې استعفا وکړي، چې له دې سره به له ۱۰۰ څخه زیاتو څوکیو ته ضمني ټاکنې ترسره شي.

دا کار کولی شي پاکستان په یو بل بحران کې ډوب کړي؛ ځکه د ټاکنو کمیسیون دمخه ویلي وه، چې د اکتوبر تر میاشتې به د ټاکنو ترسره کولو ته چمتو نشي.

عمران خان د خپل پېر په اوږدو کې له امریکا سره دښمني درلوده؛ تېر کال یې د افغانستان اسلامي امارت له بیا واکمنېدو هرکلی وکړ او په دې وروستیو کې یې امریکا د ده د حکومت پر بې واکه کولو تورنه کړه؛ خو واشنګټن دا تورونه رد کړل.

د اپزیسیون مشر شهبازشريف ويلي د عمران خان وتل او بېواکه کېدل د يو نوي پيل زیری دی.

دا په داسې حال کې ده، چې د پاکستان یو شمېر شنونکيو ویلي؛ د نوي ائتلاف لپاره، چې د بېلابېلو څو سیاسي ګوندونه جبهه ده، د پاکستان شته سیاسي او اقتصادي ستونزې به یوه ننګونه وي.

Trending

Exit mobile version