تازه خبرونه
شهبازشريف د نوازشریف ځایناستی شوی؛ خو خاقان به لنډ مهاله لومړی وزیر وي
د پاکستان د لومړي وزير نواز شريف له ګوښه کیدو وروسته د پاکستان مسلم ليګ ن ګوند پرېکړه کړې، چې د نواز شريف کشر ورور شهباز شريف به د لومړی وزير ځایناستی و؛ خو د پاکستان له قانون سره سم نوموړی تر هغو نشي کولی د لومړي وزير په توګه دنده تر سره کړي، چې د پارلمان غړيتوب یې نه وي تر لاسه کړی.
د مسلم ليګ ن ګوند د پرېکړي له مخې؛ تر هغې، چې شهباز شريف د پارلمان غړيتوب تر لاسه کوي پر ځای به يې شاهد خاقان عباسي د لومړي وزير په توګه دنده تر سره کوي.
شاهد خاقان عباسي هم د مسلم ليګ ن ګوند يو مشر غړی دی، چې په ۲۰۱۳ کال کې د نواز شريف له لوري د طبيعي سرچينو فدرالي وزير ټاکل شوی و او د نواز له نږدې کسانو دی.
د پاکستان سترې محکمې د تېرې جمعې په ورځ(د زمري ۶) لومړی وزیر نواز شریف د فساد په تور د حکومت لپاره نااهله وباله او همدا راز يې د ټاکنو کمیسيون ته امر وکړ، چې په ولسي جرګه کې د نوموړي غړيتوب هم لغو کړي.
د نواز شریف او د هغه د کورنۍ د غړیو تجارتي راکړه ورکړه هم تر څېړنو لاندې ده.
قتیل زوی