تازه خبرونه
شهزاد محمدي نړیوالو لوبو ته راګرځي
(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)
د کرکت نړیوالې شورا اعلان کړی، چې پر افغان ویکت ساتونکي او توپ وهونکي محمد شهزاد محمدي لګیدلی بندیز به د راروان ۲۰۱۸ کال د جنوري پر ۱۷مه نېټه پای ته ورسیږي.
د شهزاد محمدي پر هڅو د دغې شورا له قوانینو د سرغړاوي او منع شویو درملو د کارولو له امله ۱۲ میاشتنی بندیز لګیدلی و.
د افغانستان د کرکت بورد عمومي رییس عاطف مشعل ویلي؛ مونږ ډېر خوښ یو، چې شهزاد محمدي به بیا کرکت ته راستون شي.
د نوموړي په وینا؛ محمدي په نړیواله کچه د خپل استعداد او په زړه پورې کرکت له کبله ډېر مینه وال لري.
د یادونې وړ ده، چې وړمه ورځ د افغانستان کرکت بورد او د کرکت نړیوالې شورا لخوا په ګډه عربي متحده اماراتو کې افغان لوبغاړیو ته د منع شویو درملو او د هغو د نه کارولو په اړه د یو ورځیني ورکشاپ په ترڅ کې معلومات هم ورکړشول.