لوبی

شهیدي له پاکستان سره په نړیوال جام سیالۍ کې خپل کارول شوی بیت لیلاموي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲۵, ۱۴۰۲)

حشمت الله شهیدي، چې د هند ۲۰۲۳ په نړیوال جام سیالیو کې د افغانستان لوبډلمشر و، د چارشنبې پر ورځ یې په تورخم کې له راستنو شویو کډوالو کورنیو سره وکتل او څرګندوي؛ خپل هغه بیت به له ایستل شویو کډوالو سره د مرستې لپاره لیلام کړي، چې له پاکستان سره په ګټل شوې سیالۍ کې کارول شوی دی.

شهیدي دا څرګندونې په داسې حال کې کړي، چې له پاکستان څخه راستانه شویو زرګونه کډوالو ته یې برابر شوي پاخه خواړه وېشل کېدل.

هغه دا هیله هم څرګنده کړه؛ ډېر ژر به امریکا او انګلستان ته سفر وکړي او له هغو کډوالو سره به مرسته وغواړي، چې له پاکستان څخه ایستل شوي دي.

Trending

Exit mobile version