سیمه ییز خبرونه

امنيتي ارگانونه دې له چوكاته بهر د جوړوشويو گروپونو مخه ونيسي

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

امنيتي ارگانونو ته دنده سپارل شوې، چې د ټولو هغو گروپونو د عملياتو مخه ونيسي، چې د افغان امنيتي ارگانونو له چوكاټه بهر د ائتلافي ځواكونو لخوا جوړ شوي دي.

د ملي امنيت شورا د تېرې يكشنبې په ورځ(د سلواغې ۲۹) د افغان ولسمشر حامد كرزي په مشرۍ غونډه كړې، چې په كې امنيتي ارگانونو ته د ټولو هغو گروپونو د عملياتو د مخيوي سپارښتنه شوې، چې د افغان امنيتي ارگانونو له چوكاټه بهر د ائتلافي ځواكونو لخوا جوړ شوي دي.

دغه راز په غونډه كې امنيتي ارگانونو ته ويل شوې، چې له ائتلافي ځواكونو دې وغښتل شي، چې دغه ډول ځانگړي قطعات د افغانستان په امنيتي ارگانونو كې مدغم كړي.

د آيساف وياند گونتر كتز وايي:

ما دا رپوټ لوستى؛ خو دا په كې روښانه شوې نه ده، چې افغان حكومت دلته كوم ځواكونه ښودلي دي. مونږ يوازې په دې پوهيږو، چې امريكايي ځواكونو په ځينو سيمو كې سيمه ييز پوليس په پښو درولي او هغه هم د افغانستان له امنيتي بنسټونو بهر نه دي.

په همدې وخت كې د كورنيو چارو وزارت وياند صديق صديقي وايي، چې:

په ولايتونو كې د سيمه ييزو پوليسو د پياوړتيا تر څنگ د نورو ځواكونو  ځواكمنتيا ته اړتيا نشته.

پوځي كارپوه نورالحق علومي وايي، چې:

د افغان حكومت دغه كړنه به په هېواد كې پر امنيتي حالاتو مثبته اغېزه وكړي.

كه څه هم، چې تر دې دمه دا نده معلومه، چې د افغانستان له امنيتي بنسټونو بهر څومره نور سرتېري فعاليت لري، خو د كورنيو چارو وزارت وايي، چې زياتره دغو وسلوالو كسانو خپلې وسلې دولت ته سپارلي دي.

Trending

Exit mobile version