تازه خبرونه

شونې ده، چې ملګري ملتونه افغانستان ته پر بشري مرستو بندیز ولګوي

Published

on

د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال او د بشردوستانه چارو مسوول مارتین ګریفیتس ویلي، که په افغانستان کې د ښځو پر کار بندیز روان وي؛ له افغانستان سره به د ملګرو ملتونو مرستې بندې شي.

نوموړي له بي بي سي سره په مرکه کې ویلي، چې په لسیزو بشردوستانه کارونو کې یې داسې ځای نه یاديږي، چې دوی له دومره خنډونو سره مخ شوي وي.

مارتین ګریفیتس په افغانستان کې د ښځو پر کار بندیز د بشري چارو لپاره د بشري ځواک یو ګوزار وباله. هغې ویلي، چې د اسلامي امارت مشرانو د واک له بیا نیولو لږ وروسته ورته ژمنې او ضمانتونه ورکړل، چې د ښځو د حقونو ساتنه به کوي.

د ملګرو ملتونو دغه چارواکي زیاته کړې، چې دی به د دې میاشتې په پای کې کابل ته ولاړ شي، چې د اسلامي امارت له لوړ پوړیو چارواکو سره خبرې وکړي.

اسلامي امارت درې اوونۍ وړاندې په دولتي او نادولتي ادارو کې د حجاب پر لامل د ښځو دندې وځنډولې.

مارتین ګریفیتس ویلي، چې د اسلامي امارت له نویو بندیزونو سره افغانستان ته د نغدي مرستو د لیږد بهیر هم ټکنی شوی دی.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ دا مهال افغانستان په نړۍ کې له ستر بشري ناورين سره مخ دى او په دغه هېواد کې ٢٨ ميليون وګړي عاجلو بشري مرستو ته اړتيا لري.

Trending

Exit mobile version