نړۍ

شي جين پينګ د درېيم ځل لپاره د چين د ولسمشر په توګه وټاکل شو

Published

on

(Last Updated On: کب ۲۰, ۱۴۰۱)

په ۲۰۱۷ کې، شي جین پینګ له اساسي قانون څخه دوه پېرایز بندیز لرې کړ او هغه ته یې اجازه ورکړه، چې په نظرياتي توګه د ژوندانه تر پایه د چین ولسمشر پاتې شي.

د هغې هڅې له مخې، چې د ۲۰۲۳ کال د مارچ په میاشت کې د بل پېنځه کلن پېر لپاره د چین د ولسي جمهوریت د ولسمشر په توګه د شي جین پینګ د رسمي تائید لپاره لاره اواره کړه او د درېیم ځل لپاره د چین د کمونست ګوند د مشر په توګه بریالی شو.

د چين د رسمي خبري آژانس د خبر له مخې؛ د کمونیست ګوند د عمومي منشي په توګه د شي جين پينګ د کار موده د تړلیو دروازو تر شاه د ګوند د کنګرې په پای کې، چې هر پېنځه کاله وروسته تر سره کېږي؛ تر پېنځه کلونو وغزول شوه.

دغه رای اچونه پر ځايي وخت د سهار پر يوولس بجو تر سره شوه، چې په کې د شي جين پينګ په ګټه ۲۹۵۲ رايې واچول شوې؛ د مخالف او ممتنعې رايې په کې نه وې.

شي جين پينګ له بيا ټاکل کېدو وروسته په بېجينګ کې د خلکو په ماڼۍ کې خبريالانو ته وويل، چې بايد د ګوند د موخو د تحقق او د خپلو دندو د پوره کولو لپاره ډېر کار وکړي.

هغه ټینګار وکړ، چې چین ټولې نړۍ ته اړتیا لري؛ ځکه، چې له نړۍ پرته پرمختګ نشي کولی او نړۍ هم چین ته اړتیا لري.

هغه زیاته کړې، د اصلاحاتو او خلاصو دروازو هدف ته د رسیدو لپاره له څلوېښت کلونو پرله پسې هڅو وروسته مونږ د دوه معجزې؛ چټک اقتصادي پرمختګ او اوږدمهاله ټولنیز ثبات ترلاسه کړې دی.

شي جين پينګ د کمونست ګوند د ټولو غړیو له دې باوره مننه او ستاينه وکړه.

د درېیمې دورې لپاره د ولسمشرۍ له ترلاسه کولو سره به هغه د چین کمونست رژیم (۱۹۷۶-۱۹۴۹) د بنسټ ایښودونکي مائوتسه تونګ وروسته؛ ترټولو پیاوړی چینایي مشر شي.

د ۲۰۱۷ کال پر پرتله د شي جين پينګ بيا ټاکنه د ۶۵ سلنې غړیو لخوا تائيد شوه.

د کمونست ګوند دايمي کمیته په عملي توګه په هېواد کې واک په لاس کې لري، چې زياتره غړي يې د اوسني ولسمشر متحدين دي.

شي جين پينګ په ۱۹۵۳ کال کې د چين بیجینګ د يوه مشهور انقلابي او سياسي مشر په کورنۍ کې زېږېدلی دی. په ١٩٧٤ کال کې هغه د چين د کمونست ځوانانو له ليګ سره يو ځای شو او وروسته يې د ښار او ولايت په کچه د ګوند په څو مقامونو کې دنده ترسره کړه.

د چين په حکومتي نظام کې د ولسمشر رول په عمده توګه رسمی دی.

هغه له ١٩٩٩ کال څخه تر ٢٠٠٢ کال پورې د ختيځ فوجيان ولايت والي و، په ٢٠٠٧ کال کې د چين د خلکو کمونیست ګوند د مرکزي کميتې د سياسي بيورو د دايمي کميتې د غړي په توګه او د ٢٠٠٨ کال په مارچ کې د مرستيال په توګه وټاکل شو..

د ٢٠١٢ کال په نوامبر کې شي جين پينګ د چين د کمونیست ګوند د مرکزي کميتې او د چين د کمونیست ګوند د مرکزي کميتې د پوځي شورا مشر و او د ٢٠١٣ کال په مارچ کې يې د دولت د ریيس او د چين د ولسي جمهوريت مرکزي پوځي شورا د ریيس په توګه هم دنده تر سره کړې ده.

Trending

Exit mobile version