سیمه ییز خبرونه
شپږ سوه پولندي سرتېري به د اكتوبر په مياشت كې له افغانستان څخه ووځي
د پولنډ لومړی وزير وايي، چې په افغانستان كې به د خپلو سرتېرو شمېر له يو زرو شپږ سوه كسانو څخه زر كسانو ته را ټيټ كړي.
د پولند لومړى وزير رونالد تسك، چې د جمعې په ورځ ( د زمري ۲۵ ) يې په مركزي پولند كې په يوه هوايي اډه كې خبرې كولى ويلي:
له افغانستان څخه د خپلو ټولو سرتېرو د ويستلو په درشل كې به شپږ سوه پولنډي سرتېري د اكتوبر په مياشت كې كورونو ته ستانه شي.
نوموړي همدارنګه زیاته کړه، مونږ اوس مهال په افغانستان كې د خپلو سرتېرو د كمولو په حال كې يو ځكه، چې مونږ ۲۰۱۴ كال يعنې له افغانستان څخه د وتلو كال ته، چې له وړاندې مو اعلان كړى وو رسېږو، خو زمونږ يو شمېر سرتېري به د افغان ځواكونو د روزنې او مشورې لپاره پاته شي.
بلخوا پوځي كارپوه نورالحق علومي وايي:
له افغانستان څخه د شپږ سوه بهرنیو سرتېرو وتل به د افغانستان پر امنيت بد اغېز ونكړي، خو د افغان امنيتي ځواكونو د جګړ ییزو ظرفيتونو د لوړولو او تجهيز په برخه كې د نړيوالې ټولنې مرستې اړينې بولي.
پولندي سرتېري په ۲۰۰۲ كال كې د ناټو په مشرۍ د افغانستان په پوځي ماموريت كې شامل شول، وېل كېږي، چې د ۲۰۱۴ كال تر پايه به د ناټو په مشرۍ اووه اتيا زره بهرني سرتېري له افغانستان څخه ووځي او د ټول افغانستان امنيتي مسئوليت افغان امنيتي ځواكوو ته وسپاري هغه څه، چې افغان امنيتي چارواكي او د افغانستان خلك پرې تل ټينګار كوي هغه له افغان امنيتي ځواكونو سره د نړيوالې ټولنې د مرستو دوام دى.
پولند اوس مهال په افغانستان كې يو زرو شپږ سوه سرتېري لري، چې ډېرۍ يې په غزني ولايت كې مېشت دي.
د افغانستان ماموريت له پېل څخه را په دې خوا تر اوسه د بېلابېلو پېښو له امله اووه دېرش پولنډي سرتېري وژل شوي دي.