سیمه ییز خبرونه
شکریه بارکزۍ: ولسمشر صلاحيت لري، چې يوه څوكى اهل هنودو ته ځانګړې كړي
ولسي جرګې د افغان ولسمشر هغه ځانګړى فرمان رد كړ، چې پكښې اهل هنود ته په ولسي جرګې كې د يوې څوكى د وركولو لارښونه شوې وه.
د شنبې په ورځ ( د ليندۍ ۲۳ ) په ولسي جرګه كې اهل هنودو ته د يوې كرسې د وركولو په سر ناندريو زور واخيست، څه موده وړاندې افغان ولسمشر يو فرمان وركړى وو تر څو په ولسي جرګه كې يوه څوكۍ اهل هنودو ته وركړل شي.
خو د ولسي جرګې غړي احمد بهزاد، نقيب الله فايق او منور شاه بهادر وايي، چې ولسمشر له خپلو صلاحيتونو پورته كارونه كوي.
دوى زیاتوي، د ولسي جرګې څوكۍ انتخابي دي او هېڅوك حق نه لري تر څو چا ته يې بخشش كړي.
په همدې حال كې د ولسي جرګې غړې شکریه بارکزۍ بيا د ولسمشر حامد كرزي له فرمان څخه ملاتړ كوي او وايي، چې افغان ولسمشر د اساسي قانون له مخې صلاحيت لري، چې يوه څوكى اهل هنودو ته ځانګړې كړي.
خو له ناندريو وروسته ولسي جرګه د يوې رايې اچونې له لارې پرېكړه وكړه، چې د افغان ولسمشر فرمان د قانون خلاف دى، دغه فرمان د دوه اويا مخالفو او درې پنځوس موافقو رايو په اخيستو سره رد شو.