تازه خبرونه

شکریه بارکزۍ په انتخاباتي نظام کې د بنیادي اصلاحاتو د ځانګړي کمیسیون مشره وټاکل شوه

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د ولسي جرګې غړې او سیاستواله شکریه بارکزۍ په انتخاباتي نظام کې د بنیادي اصلاحاتو د ځانګړي کمیسیون مشره وټاکل شوه.

د ولسمشر محمد اشرف غني په یوه فرمان کې ویل شوي چې د شکریې بارکزۍ په مشرۍ دا ځانګړی کمیسیون دنده لري چې د هیواد په ټاکنیز نظام کې د بینادي اصلاحاتو د راوستلو، د ولسواک نظام د پیاوړتیا، پر دولتي بنسټونو د ولس د باور د پیداکولو، د قانون د حاکمیت د ټینګښت او د ټاکنیزو سرغړونو د مخنیوي لپاره هلې ځلې وکړي.

د کمیسیون اصلي غړي د ولسمشر او اجرايي رييس پلویان ښکاري.

په دغه کمیسیون کې صدیق الله توحیدي د مرستیال، علي امیري، عبدالقدیر کریاب، فاروق بشر، ډاکټر محمد امین احمدي، فیض الله ذکي، کاوون کاکړ، صبرینا ثاقب، ګل احمد مددزی، عزیزالله رفیعي، د عدلیې وزارت استازی عبدالمجید غني زاده، د ملګرو ملتونو استازی تادامیچي یاماموتو د غړو، شاه سلطان عاکفي او وږمه فروغ د منشیانو او غړو په توګه ټاکل شوي دي.

کمیسیون موظف کړای شوی دی چې خپل فعالیتونه د دندو د لایحې له مخې چې له دغه فرمان سره ضمیمه دی، تنظیم کړي.

Trending

Exit mobile version