تازه خبرونه

شیعه ځورونې ته باید لمن ونه وهل شي – سید شاه حسین مرتضوي

Published

on

(Last Updated On: ليندۍ ۲۲, ۱۳۹۹)

 د ولسمشر ستر سلاکار سید شاه حسین مرتضوي؛ د ولسمشر د لومړي مرستیال امرالله صالح په مشرۍ د شپږ نیمو بجو امنیتي ناستې له راپور وروسته په یوه ټویټ کې ترې د مسلکي معلوماتو د وړاندې کولو غوښتنه کړې او وایي، چې شیعه ځورونې ته باید لمن ونه وهل شي.

نوموړي څرګنده کړې: له شیعه ځورونې ډډه وکړئ! داعش او طالبان د انسانیت او افغانستان دښمنان دي. مونږ باید په خبرتیاوو کې شیعه ځورونې ته لمن ونه وهو. زمونږ د معلوماتو رسولو بنه باید مسلکي وي او د دښمن له رواني جګړې سره مرسته ونکړو.

دا په داسې حال کې ده، چې د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح نن سهار ( شنبه د لیندۍ ۲۲) خپلې ځانګړې امنیتي ناستې ته له راپور ورکولو وروسته پخپله فېسبوک پاڼه لیکلي؛ “داعشي طالبانو” ورته خبرداری ورکړی، چې که د دوی بندیان اعدام شي؛ کابل به د شیعه ګانو پر مسلخ بدل کړي.

امرالله صالح زیاته کړې؛ “داعشي طالبانو” دا هم ویلي، چې د تښتول شويو کسانو سرونه به هم  غوڅ شي.

صالح ویلي، چې د کابل ملي امنیت عمومي ریاست ته سپارښتنه شوې، چې د” داعشي طالب بندیانو” له لارې دې، دې ډلې ته یو پیغام ولېږل شي، چې حکومت د دوی پوه “شجره” پېژني.”

هغه دغه راز له ​​قضایي ځواکه هم غوښتي، چې د نیول شویو کسانو محاکمه ګړندی کړي.

نوموړي دا هم په ډاګه کړې؛ د کابل ملي امنیت ریاست په دې ولایت کې یوه تروریستي شبکه نیولې ده.

د ولسمشر لومړي مرستیال په ننګرهار کې د انعکاس خصوصي تلویزیون د خبریالې ملالۍ میوند د وژنې په اړه ویلي، چې دا کار طالبانو تر سره کړی.

Trending

Exit mobile version