تازه خبرونه
صالح پر کابل ښار د توغندیو د توغوونکیو د نیولو ژمنه وکړه
د ولسمشرۍ لومړي مرستیال امرالله صالح د یکشنبې پر ورځ ( د لیندۍ ۲) د شپږنیمو بجو په ځانګړې ناسته کې ژمنه کړې، چې پر کابل ښار به د توغندیو توغوونکي نه یوازې وڅاري، بلکې د نیولو هڅې به یې هم تر سره کړي.
امرالله صالح پخپله فیسبوک پاڼه هم څرګنده کړې، چې پر کابل د تېرې ورځې د توغندیو پر لګېدو ۱۰ کسان وژل شوي او ۵۱ نور ټپیان دي.
صالح زیاته کړې؛ مونږ به هغه شبکه ومومو، چې د دغ توکو (توغندیو) په لیږدولو کې یې مرسته کړې.
که څه هم داعش پر کابل د توغندیزو بریدونو مسوولیت منلی؛ خو صالح یې پړه پر وسلوالو طالبانو وراچوي.
دا په تېره یوه میاشت کې درېیم برید دی، چې داعش یې مسوولیت مني.
له دې مخکې داعش ښوونیزې ادارې پر نښه کړې وې، چې په کې ۵۰ زدکوونکي وژل شوي دي.
صالح دا هم ویلي، چې امنیتي ځواکونو “د کابل پوهنتون برید” په اړه د پام وړ پرمختګ کړی دی.
هغه زیاته کړې؛ پر کابل پوهنتون د برید په اړه بشپړ جزئیات به د اړوند شبکې په اړه له خلکو سره شریک کړي، چې دا بریدونه یې پلان او ترسره کړي دي.
امرالله صالح له خلکو غوښتي، چې د دغو شبکو په له منځه وړلو کې له حکومت سره مرسته وکړي.
ښاغلي صالح په خلکو هم غږ وکړ چې د تروریستي شبکو په له منځه وړلو کې له حکومت سره مرسته وکړي.
هغه وایي: په میتود کې بدلون د وضعیت بدلون دی.
دا په داسې حال کې ده، چې د کورنیو چارو وزارت د څرګندونو له مخې؛ طالبانو په تېرو شپږ میاشتو کې ۵۳ ځانمرګي بریدونه او ۲۵۰ بمي بریدونه کړي، چې ۱۲۱۰ ملکي وګړي یې وژلي او ۲۵۰۰ نور یې ټپیان کړي دي.