تازه خبرونه
صباح: د کانونو پر تړونونو له سره جدي څارنه او ارزونه کیږي
د کانونو او پترولیم وزیر وایي، وروسته له دې به د کانونو له تړونونو او داوطلبیو جدي څارنه او ارزونه وشي.
هغه د خپل سل ورځني کاري پلان د وړاندې کولو پر مهال وویل چې د لوګر د عینک د مسو د کان په تړون او د بامیان د حاجیګک د کان په داوطلبي به بیا کتنه وشي.
داوود شاه صبا وایي، چې د کانونو تړون ستونزې لري او پر تعدیل یې کار پیل شوی دی.
د هېواد د کانونو پر تړونونو څار هغه مساله ده چې تل پرې نیوکې شوي دي.
د کانونو او پترولیم وزیرداوود شاه صبا:
” زموږ ډېری قراردادونه تر بیا کتنې لاندې دي او یا د داوطلبۍ پروزې زموږ تر بیا کتنې لاندې دی او موږ هیله لرو چې درې پروژې پای ته ورسوو.”
د کانونو او پترولیم وزیر همدا راز وایی چې یوې کاناډایی کمپنۍ د حاجیګک کان سروې پیل کړې او هندي کنسرسیوم چې مخکې له دې یې داوطلبي ګټلې وه، نور په داوطلبي کې نه دی شامل.
دی همدا راز زیاتوي چې د هېواد د کانونو قانون زیاتې ستونزې لري او باید تعدیل شي.
د کانونو وزیر یو ځل بیا خبرداری ورکړ چې داعش او طالبان هڅه کوي چې ځانونه د کانونو له لارې تمویل کړي.