تازه خبرونه

صبا: د حاجیګک کان تړون له هیڅ یوې کمپنۍ سره نه دی لاسلیک شوی

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د کانونو او پطرولیم وزیرداوود شاه صبا وايي چې د بامیانو د حاجیګک د اوسپني کان تړون له هیڅ یوې کمپنۍ سره نه دی لاسلیک شوی.

د هغه په وینا دغه کان په دوه زره لسم کال کې داوطلبۍ ته وړاندې شوی، چې هندي او کاناډایي کمپنیو د داوطلبۍ اسناد تر لاسه کړی دي.

صبا زیاتوي چې تر اوسه د هندي کنسرسیوم شرکت لخوا د حاجیګک د کان د تړون څخه د شاته کیدو رسمي خبر دوی ته نه دی رسیدلی.

د حاجیګک د اوسپنې د کان د تړون څخه د هندي شرکت د په شا کیدو د خبر له خپریدو وروسته د افغانستان د کانونو او پترولیم وزیر وايي دغه کان یوازې داوطلبۍ ته وړاندې شوی، خو د سپړنې تړون یې هیڅ یوې کمپنې او یا شرکت سره نه دی لاسلیک شوی.

” افغان دولت په 2010 کال کې تصمیم درولود چې د حاجیګګ ستر کان داوطلبۍ ته وسپاري چې دا کار هم ترسره شو او شپږو بهرنیو کمپنیو په دې داوطلبۍ کې ګډون وکړ چې له دې ډلې څخه یوزاې دوو شرکتونو چې یو یې هندي او بل کاناډایي وو، وکړای شول د داوطلبي اسناد ترلاسه کړي؛ خو تر اوسه د جاجیګګ کان په اړه هیڅ قرار داد نه دی موجود.”

د ښاغلي صبا په وینا د لوګر د عینکو د مسو کان استخراج به هم په څو راتلونکو کلونوکې پیل شي، خو په وینا يې چې لاهم د دغه کان اقتصادي ارزونه د هغه شرکت لخوا نده بشپړه شوې چې تړون ور سره لاسلیک شوی دی.

د وزارت چارواکي وايي چې د افغانستان کانونه د هیواد ملي پانګه ده او د هر کان د تړون جزئیات به خلکو سره شریک کړي او د تړلو دروازو تر شا د هیڅ کان تړون دوی ته د منلو وړ ندی.

Trending

Exit mobile version