سیمه ییز خبرونه
صبغت الله مجددي: د لويې جرګې جوړول بې گټې دې
د لويې جرګې د جوړولو د كميسيون رئيس د دغې جرګې جوړول اړين نه بولي. د دغه كميسيون رئيس صبغت الله مجددي وايي، چې د دغې جرګې د نه جوړلو لپاره يې پوره هڅه كړې، خو د زياتو غوښتنو څخه وروسته يې لويې جرګې د جوړولو د كميسيون مشري منلې ده.
له امريكا سره د امنيتي تړون پر سر د بحث لپاره د لويې جرګې جوړول د افغان ولسمشر حامد كرزي غوښتنه ده.
ولسمشر غواړي د لويې جرګې په ترڅ كې خلك له امريكا سره د امنيتي تړون او امريكايي سرتېرو ته د قضايې مصئونيت د وركولو په باب پرېكړه وكړي.
د دغې جرګې د جوړولو سره له وړاندې هم د ملي شورا غړو مخالفت درلود خو اوس د لويې جرګې د جوړولو د كميسيون مشر هم د يادې جرګې له جوړولو سره مخالفت ښكاره كوي صبغت مجددي، چې د لويې جرګې د جوړولو د كميسيون مشري هم په غاړه لري وايي، چې د دغې جرګې د نه جوړېدو په باب یی پوره مبارزه كړى ده.
نوموړى وايي، چې د لويې جرګې جوړول بې گټې دې ځكه هغه موضوعات، چې بايد په جرګه كې پرې بحث وشي له دې وړاندې د ستراتيژيكو همكاريو د تړون په مشورتي جرګې كې حل شوي دي.
نوموړي په دې باب پرېكړه كول د دولت كار بولي.
له دغو ټولو مخالفتونو سره سره د لويې جرګې د جوړولو لپاره چمتوالى په درز كې روان دى.
د لويې جرګې د جوړولو د دارلانشا مدير صادق مدبر وايي، چې د دغې جرګې ګډون وال به په اوولسو برخو كې ګډون وكړي.
په داسې حال كې، چې په پام كې ده د روان كال د لړم مياشتې په پاى كې لويه جرګه جوړه شي، خو د ولسي جرګې غړې شکریه بارکزۍ او شکیبا هاشمي وايي:
د ولسمشرۍ ماڼۍ دا كار يوازې د دې لپاره تر سره كوي، چې په راتلونكو ټاكنو كې د خپل پام وړ نوماند څخه د ملاتړ لپاره امريكا وهڅوي.
د لويې جرګې د جوړولو كميسيون د شنبې په روځ ( د تلې ۲۷ ) په رسمي ډول كار پېل كړ، صبغت الله مجددي د دغه كميسيون د رئيس، وحيد الله شهرانې د لومړي مرستيال، حامد ګېلاني د دوهم مرستيال، صادق مدبر د كميسيون د دارلانشا د مدير، نجيب الله امين د دارلانشا د مرستيال او حسيني پشه يې د دغه كميسيون د وياند په توګه ټاكل شوي دي.