تازه خبرونه
صدف: د درزاب ولسوالۍ 80 سلنه خاوره د داعشیانو په ولکه کې ده
د جوزجان سیمه ییز مسوولین بیا وایې بهرنیان دغې ولسوالۍ ته د وسلوالو مخالفینو د پوځې او ځانمرګو بریدونو د روزنې په موخه راغلي دي.
د جوزجان ولایتي شورا غړي او اوسیدونکي وایې بهرنیان د کانونو د راویستلو به موخه درزاب ته راغلي دي.
د دغه ولایت ولایتي شورا غړې وایې دغه موضوع یې وړاندې تردې چې بهرنیان خپل کار پیل کړې له مسوولینو سره شریک کړي و؛ خو معلومه نه ده چې اقدام شوي او کنه.
حلیمه صدف، د جوزجان ولایتي شورا غړې اریانا نیوز ته ووېل: «د درزاب ولسوالۍ 80 سلنه خاوره د داعش وسله والو په ولکه کې دی چې له دوی سره بهرنۍ انجینران لکه قرغز، چچنایي او تاجک شته دي».
او همداشان رحمت الله حشر، د درزاب ولسوالی پخوانی ولسوال وایي: «دا که داعش دي او که طالب دی دا په اصل کې د بهرنیانو پروژه ده له دې پرته بل څه نه دی له هر ځایه چې تمویل او تجهیز کېږي دا دوی ته معلومه ده»
په همدې حال کې د درزاب ولسوال وایې په دي وروستیو کې داعش ډلې دوه هدیرې ویجاړې کړې وې چې د ازبکستانې کورنیو لپاره د مېشت کېدو ځای برابره وې.
باز محمد داور، د درزاب ولسوال ووېل: «دوی د مغلو او ګلخاني په کلیو کې څو سترې هدیرې ویجاړې کړې کړي او همواره کړي د دې په خاطر چې ځانونه ته د استوګنې ځایونه جوړ کاندي»
د جوزجان د والي ویاند وایې په دغې ولسوالۍ کې د کانونو رایستل اسان کار نه دی؛ خو بهرنې وکړي په دغې ولسوالی کې د وسلوالو مخالفینو لپاره د وسلو، ځانمرګو بریدونو او د ماینونو په جوړولو کې روزنه ورکوي.
په دې هکله د جوزجان والی ویاند، محمد رضا غفوري ووېل: «هو کوم خارجیان چې دلته مېشت شوي دي دوی اکثراً خارجي دي چې درې تنه د دوی فرانسويان دي دوی اصلاً دلته د ماینونو جوړولو، د ځانوژنې تخنیکونه او جنګي تخنیکونو روزنه ورکوي»
د جوزجان ولایتي شورغړي وایې دولت باید په دي برخه کې جدي غور وکړي او د تاریخې اثارو د قاچاق مخه ونیسي.