تازه خبرونه

صديق صديقي: د غزني د ساتنې له پاره مو کلک امنيتي تدابير نيولي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

وسله والو طالبانو له تېرې شپې راهیسې د غزني ښار په څو پوستو او څو ولسوالیو بریدونه پیل کړي. امنیتي مسولین وايي چې په ځينو سیمو کې لاهم جګړه روانه ده.

د دفاع او کورنیو چارو وزارتونه ډاډ ورکوي چې د غرني د خوندیتوب او ساتنې له پاره یې جدي تدابیر نیولي دي. په همدې وخت کې کورنیو چارو وزارت د ولسي جرګې د لومړي مرستیال هغه ګام د قانون خلاف وباله چې له طالبانو او داعش سره یې د وسله والې ډلې د چمتو کولو اعلان کړی دی.

غزنی د کابل د کندهار په لویه لاره پروت یو نا امنه ولایت دی. د رپوټونو له مخې د دوشنبې په شپه وسله والو طالبانو د مرکز په ګډون په ګڼو ولسوالیو بریدونه پیل کړي دي او د کابل کندهار د لویې لارې د تړل کېدو رپوټونه ورکړل شول.

 د کورنیو چارو وزارت د غزني له امنیتي وضیعت اندېښنه ښکاروي او اوس مهال هم د غزني په ولایت کې د وسله والو طالبانو او امنیتې ځواکونو تر منځ جګړه دوام لري.

د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي وايي:

«له تېرې شپې راهیسې په لسو ساعتونو کې د غزني ولایت په څو ولسوالیو  کې ۶ حملې شوې دي چې امنیتي ځواکونه په مېړانه جګړه کوي او غواړي چې ژر تر ژره هغوی په شا وتمبوي.»

د خپلسرو ملېشو او وسله والو ډلو جوړول بله هغه مسئله ده چې په دې وروستیو کې يې د هېواد په بېلا بېلو برخو کې د جوړېدو رپوټونه تر لاسه کېږي. د کورنیو چارو وزارت دغه ډول وسله والې ډلې د قانون خلاف ګڼي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي زياتوي:

«ځینې کسان راټولېږي، ځینو ځایونو ته د دفاع له پاره ځي او عملیات کوي چې دا ټولې غیر قانوني ډلې دي او مونږ دوی ته اړتیا نه لرو ځکه مونږ سيمه ييز پولیس لرو او د اړتیا په وخت کې له هغوی څخه ګټه تر لاسه کوو.»

د کورنیو چارو وزارت زیاتوي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په څوارلسو ولایتونو کې د وسله والو طالبانو په وړاندې ۲۱ ځله عملیات کړي چې په پایله کې یې ۶۸ وسله وال طالبان وژل شوي او نهه کسه نور يې ټپیان دي. په دې عملیاتو کې یوه اندازې وسلې او مهمات هم د امنیتې ځواکونو لاس ته ورغلي.

Trending

Exit mobile version