تازه خبرونه

صدیقي: د ځانمرګو بریدونو او چاودنو د مخنیوي لپاره په نوې کړنلاره کار کوو

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د کورنیو چارو وزارت مسولین وايي په پلازمینه کابل کې، د ځانمرګو بریدونو او چاودنو د مخنیوي لپاره په نوې کړنلاره کار کوي.
دوی وروستیو بریدونو ته په اشارې وايي چې کشفي بنسټونه باید د هغوی په وینا د ترهګریزو بریدونو په مخنیوي کې جدي کار وکړي.
بلخوا یو شمير پوځي کارپوهان په دې باور دي چې په افغانستان کې د امنیت د ټینګښت لپاره په کار ده چې له پولو بهر د اور پکو پلانونه شنډ کړي.
په کابل کې د یکشنبې ورځې ځانمرګي برید، د ښاریانو په ذهنونو کې د پخوانیو خپلمنځي جګړو تصویر جوړ کړ. په ښار کې د ځانمرګو بریدونو د ویجاړی بیا رغونه ګډو هڅو ته اړتیا لري.
د کابل اوسیدونکی مصطفی د پرون ورځې (یکشنبه د عقرب ۲۵) برید په تړاو خبرې کوي. نوموړی له طالبانو غواړي چې له دا ډول غیر اسلامي کړنو ډډه وکړي.
د کورنیو چارو وزارت وايي چې په پلازمینه کې د ځانمرګو بریدونو او چاودنو د مخنیوي لپاره په نوې کړنلاره کار کوي.
د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي وایي :” ټول هڅه کوو چې په پایله کې په کابل کې د ناامني دا ستونزه حل شي؛ خو هیله من یم چې زموم کشفي او استخباراتي ارګانونه هم په دې برخه کې لاسته راوړنې ولري.”
پوځي کارپوه جاوید کوهستانی وايي چې د سرپرستانو لخوا د امنیتي وزارتونو اداره کولو وسلوالو مخالفینو ته موکه په لاس ورکړې چې خپل بریدونه وکړي. دوی وايي چې په امنیتي بنسټونو کې د ژورو اصلاحاتو سربیره په کار ده چې افغان ځواکونه د وسلوالو مخالفینو رهبري په نښه کړي.
دیارلس کاله مخکې افغانستان د وسلوالو طالبانو لپاره خوندي ټاټوبی و، چې د هغوی له پرځیدو وروسته افغانانو ته د سولې او ثبات هیلې پیدا شوې،خو دا هیلې د وخت په تیریدو په ناهیلیو اوړي.

Trending

Exit mobile version