تازه خبرونه
صدیقي: له داعش سره د مقابلې لپاره ځانګړې ډله جوړه شوې
د ملي امنیت لوی ریاست له داعش سره د مقابلې لپاره ځانګړې ډله جوړه کړې ده.
د دې ریاست ویاند ټینګار کوي چې د داعش هسته په هېواد کې کمزورې شوې ده.
په همدې حال کې د کورنیو چارو وزارت وایی، داعش د افغانستان په درې ولایتونو کې فعالیت لري او د سیمې هېوادونه باید د دې ډلې د له منځه وړلو لپاره روښانه تګلاره تر لاس لاندې ونیسي. هغه وایی، افغان ځواکونه د دې ډلې خلاف جدي مبارزه کوي.
د طالبانو تر څنګ داعش جنګیالیو د افغانستان جګړه پیچلې کړې ده.
د ملي امنیت لوی ریاست وایی، دې ډلې د افغانستان په ځینو برخو کې لومړني کارونه پیل کړي او فعالیت یې د افغانستان لپاره خطرناک دی.
د ملي امنیت لوی ریاست ویاندعبدالحسیب صدیقي:
“ داعش ترهګریزه ډله نن ورځ د افغانستان له پاره یو جدي ګواښ ګڼل کیږي. د ملي امنیت ریاست له داعش سره د مبارزې له پآره یوه ځانګړې ډله جوړه کړې چې له اوپراتیفي او تحلیل اړو تجزیې برخو او زموږ له خاصو عملیاتي قطعو څخه تشکيل شوې ده.“
د کورنیو چارو وزارت موندنې هم ښیی چې د داعش جنګیالي په درې ولایتونو کې فعال دي او تر اوسه په ننګرهار کې د دې ډلې پنځه دیرش کسان وژل شوي دي.
د دې وزارت ویاند صدیق صدیقي په دې اند دی چې د دې ډلې د ځپلو لپاره به د افغان ځواکونو عملیات له ځنډ پرته دوام وکړي.
“ د هلمند، فراه او ننګرهار په ولایتونو کې چې د داعش شتون پکې تایید شوی، افغان امنیتي ځواکونو په دې دریو ولایتونو کې د دې ډلې په ضد ګامونه اخستي.“
خو د ملي دفاع وزارت وایی، له داعش او نورو سخت دریځو ډلو سره مقابله یواځې د افغانستان مکلفیت نه دی او باید سیمه او نړۍ یې په وړاندې ودریږي.
د ملي دفاع وزارت د ویاند مرستیالدولت وزیری:
” له داعش سره جګړه یوازې د افغانانو دنده نه ده، دا د سیمې د هیوادونو او حتی نړۍ دنده ده چې د یوې ګډې جبهې له لارې له داعش سره مبارزه وشي؛ نو یوزاې د روسیې هیواد نه، بلکې د منځنی اسیا او نور هیوادونه هم باید له دې اړخه اندیښنه ولري او له افغانستان سره په دې مبارزه کې ځان شریک وګڼي.“
د ملي دفاع وزارت همدا راز ټینګار کړی چې له ترهګرو سره مبارزه کې د افغان ځواکونو چلند ټوله نړۍ حیرانه کړې ده او دوي به د ترهګرو خلاف مقابله کې په څټ نه شي.