تازه خبرونه
صدیقي: په بدخشان د پولیسو تسلیمېدل؛ استخباراتي کمزورتیا ده
د بدخشان ولایت د ودرج ولسوالۍ د تیرګران په سیمه کې وسلوالو طالبانو ته د لسګونو پولیسو تسلیمدو په رسنیو کې تودې ناندرې را پورته کړي دي.
د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي وايي چې د استخبارتي بنسټونو د کمزورتیا له امله وسلوال مخالفین د پولیسو په لیکو کي ځای پر ځاي شوي دي.
صدیقي وايي چې په تیرګران کې د وسلوالو مخالفینو او افغان سرتیرو تر منځ معامله شوې او د یوې معاملې په لړ کې افغان سرتیرو خپلې وسلې وسلوالو ته سپارلي دي.
د کورنیو چارو وزارت ویاند – صدیق صدیقي:
“پرته له شکه چې کمزورتیا شته؛ که کمزورتیا نه وی؛دا ډول پیښه نه رامنځ ته کېده. باید دا ټول وڅیړل شي چي کمزورتیا چيرې وه چې دوی ندي توانېدلي چې د مخالفینو د کسانو پیژندګلوی وکړي.“
د صدیقي په وینا دوی د تیرګران په پوځي مرکز کې پوره وسلې او مهمات درلودل او له معاملې پرته،وسلوال مخالفینو د دې توان نه درلود چې دا پوځي مرکز ونیسي.
د کورنیو چارو وزارت ویاند – صدیق صدیقي:
“د کورنیو چارو وزیر امر کړی چې ژر تر ژره حقایق ښکاره شي. امنیتي ځواکونو ښه امکانات لرل. دوی څرنګه تسلیم شول او څرنګه د دوی مهمات د طالبانو لاس ته ورغلي.“
څو ورځې وړادې د بدخشان د وردوج ولسوالۍ په تیر ګران کې ۱۰۷ پولیس سرتیري له څلور ورځني مقاومت وروسته وسلوالو مخالفینو ته تسلیم شول.
تسلیم شوي سرتیري د سیمې د مخورو په منځګړیتوب خوشې شوي دي.
خبریال: عبدالعزیز کریمي