سیمه ییز خبرونه
صدیق احمد عثماني د ولسي جرګې د لومړي مرستیال په توګه وټاکل شو
ولسی جرګې د ټاکنو له لاری صديق احمد عثماني د ولسي جرګې د لومړي مرستیال په توګه وټاکه، خو د منشي د ټاکلو لپاره بر یالي نشول. د ولسی جرګی د منشی لپاره ټاکنې دویم پړاو هم تر سره کړ خو بی پایلی پاتی شول.
د ولسي جرګي د لومړي مرستیال لپاره شریف الله کامه وال عبدالرحيم ایوبي اکبر ستانکزي نذير احمد احمدزي او صديق احمد عثماني ځانونه کانديد کړي وو.
د ولسي جرګې دویم مرستیال صالح محمد سلجوقي وایي، د ولسي جرګې ۱۹۰ تنه غړي حاضر وو او باید هر کانديد د بریاليتوب لپاره ۹۶ رایې ترلاسه کړې وای، چې یوازې صدېق احمد عثماني د ۱۰۴ رایو په ترلاسه کولو سره د ولسي جرګې د لومړي مرستیال په توګه وټاکل شوه.
خو د منشی څوکۍ لپاره عبدال الله محمدي، سمېع صميم، کمال صافي او نظيفې ذکي ځانونه کانديد کړي وو، چې په لومړي پړاو کې یو کانديد هم پردې ونه توانېد، چې اړينې رایې ترلاسه کړي او د منشي څوکۍ لپاره ټاکنې دویم پړاو ته و غزېدې.
د ټاکنو په دویم دور کې هم، چی د عبدال الله محمدی او کمال صافي تر منځ تر سره شوې اړوند کانديدان ونه توانېدل، چی لازمې رایې خپلې کړي.
همداراز د ولسي جرګې غړو عبدالستار درزابي، بشير احمد تينج او صالح محمد سلجوقي په هېواد کی نا امنیو او د ټاکنو د امنیت په اړه ژوره اندېښنه وښوده او له امنیتي اورګانونو یی وغوښتل، چې په دې برخه کی لازم تدابير ونيسي تر څو د ټاکنو امنیت تر پوښتنې لاندې رانشي.
دا په داسې حال کې ده، چی د ټاکنو خپلواک کمیسیون هم د تاکنو د امنیت لپاره اندېښنه ښودلې وه، خو امنیتی ارګانونه بیا ډاډ څرګندوي، چی دوی د ټاکنو امنیت ته پوره چمتو والی لري.