سیمه ییز خبرونه
صدیق صدیقي: يوازې د شپږو ټاکنیزو مركزونو د امنيت په خوندي كولو كې پاتې راغلي یو
د كورنيو چارو وزارت مسئولين وايي، د رايو د هغو ۳۱۷ مركزونو امنيت يې خوندي كړى، چې په لرې پرتو سيمو كې تر پېچلي مزل وروسته لاسرسى ورته شونى دى.
د ټاكنيزو مركزونو د امنيت خوندي كولو لپاره د كورنيو چارو وزارت په تېره يوه اوونۍ كې څلور پنځوس پوځي عمليات كړي، چې په ترڅ كې يې د ۹۹ وسله والو مخالفينو د وژنې او اووه څلوېښتو نورو د نيولو خبر وركوي.
د كورنيو چارو وزات مسئولين وايي، چې د ۳۲۳ مركزونو څخه چې كميسيون يې د امنيت د ټينګښت ځانګړې غوښتنه كړې وه، د ۳۱۷ مركزونو د امنيت په ټينګښت بريالي شوي دي.
د كورنيو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي وايي:
د ټاكنيزو مركزونو د امنيت خوندي كولو سر بېره دوى له كانديدانو غواړي، چې د خپلو ټاكنيزو كمپاينونو مهم غړي ور وپېژني، چې دوى يې د امنيت تابيا وكړي.
له بلې خوا د كورنيو چارو وزارت وياند زیاتوي، وسله والو مخالفينو په سرپل كې هغه قومي مشر وژلى، چې د وسله والو طالبانو پر خلاف يې خلك هڅول.
ټاكل شوې د افغانستان را روانې ولسمشريزې ټاكنې د وري په شپاړسمه تر سره شي، دا ټاكنې په داسې حال كې كېدونكې دي، چې نړيوال سرتېري هم له افغانستان څخه په وتلو دي.