سیمه ییز خبرونه
صدیق صدیقی: په ځينو لوړو پوستونو كې نوېو ګومارنو ښې پايلې وركړې دي
د افغانستان د كورنيو چارو وزارت وايي، چې د پوليسو په ليكو كې يې د فساد د له منځه وړلو په موخه اقدامات كړي. دا چارواكي همدارنګه زیاتوي، چې د وزارت په لوړو پوستونو كې يو لړ بدلونونه راوستي او دا لړۍ دوام لري.
فساد هغه ستونزه بلل كېږي، چې د افغانستان په دولتي ادارو كې يې په شتون هركله نيوكه كېږي.
د فساد پروړاندې د مبارزې په لړ كې د كورنيو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي وايي، د نوي وزير په راتګ سره يې په ځينو لوړو پوستونو كې نوې ګومارنې كړې، چې د دوى په اند ښې پايلې يې وركړې دي.
د دغه وزارت وياند همدارنګه وايي، دا بدلونونه په دريو برخو ويشل شوي، چي لومړى د وزارت مرستيالان او عمومي رئيسان او دوهم د ولايتونو امنيه قوماندانان په كې راځي دا بهير پلى شوى او په دريمه برخه کې، چې د ولسواليو د امنيي قوماندانان او د نشه توكو پر ضد د مبارزي رئيسان په كې راځي كار روان دى، چې په نيژدې وخت كې به يې پايلې اعلام شي.
په ورته وخت كې دغه وزارت په ا رزګان كي د دوو ښځو وژنه غندي او وايي، چې دوی يو پلاوی ټاكلی تر څو په دې اړه څېړنې وكړي او عاملان به يي ډېر ژر د قانون منګولو ته وسپارل شي.
د كورنيو چارو وزارت دغه راز هغه پوليس وستايه، چي انګلستان ته پوځي زده كړو په موخه تللي و او په ۵۲ هېوادونو كي يي لومړي مقام تر لاسه كړى دى.