تازه خبرونه
صلاح الدین ربانی او نصیر احمد دراني خپل کارونه پیل کړل
(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)
نن د ( سلواغې ۱۳(صلاح الدین رباني د بهرنیو چارو او نصیر احمد دراني د کلیو او پراختیا د وزیرانو په توگه خپل کارونه ّیل کړل .
ټاکل شوې ده، چې نن د حج و اوقافو وزیر فیض الله عثماني هم په رسمي توگه خپل کار پیل کړي.
صلاحالدین ربانی او نصیر احمد درانی د اجرائیه مشر داکتر عبدالله عبدالله له لوري معرفي شوی دی. ربانی وایي؛ هڅه به وکړي چې یو تل پاتي بهرنی سیاست ولري.
نوموړې زیاته کړه، چې له تروریزم سره د مبارزې په برخه کې به ډېرې هڅې وکړي.
دا په داسې حال کې ده ، چې تېره ورځ د( سلواغې۱۲) د ولسمشر غني او اجرائیه رییس عبدالله له لوري اته وزیرانو او د ملي امنیت رییس د خپلو وزارتونو ته د کار لوړه کړې ده.