سیمه ییز خبرونه

ضرار احمد عثماني: له امريكا سره د امنيتي سند لاسليك ته زمينه برابره ده

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د افغانستان د بهرنيو چارو وزير وايي، د ټاكنو د وروستيو پايلو تر اعلام مخكې له امريكا سره د امنيتي سند لاسليك ته زمينه برابره ده او دى هيله من دى، چې له طالبانو سره د سولې خبرې هم په عملي ډول پېل شي.

ضرار احمد عثماني په كابل كې له خپل سويډني سيال سره په يوې خبري غونډه كې زياته كړه چې كه  اوسنى حكومت دا سند لاسليك نه كړي، نوى ولسمشر به دا كار تر سره كړي.

د سويډن د بهرنيو چارو وزير کارل بیلدټ كابل ته راغلى څو افغان حكومت ته له ۲۰۱۴ كال وروسته د خپل هېواد له خوا د مرستو د دوام ډاډ وركړي.

نوموړي ووېل، غواړم ووايم، چې دا د افغانانو پرېكړه ده او هغوی د رايو صندوقونو ته په تګ سره وښوده، چې نور په هېواد كې د تاوتريخوالي د پاى ته رسېدو غوښتونكي دي. غواړم ټينګار وكړم، چې نړيوال به د افغانانو په ټاكنو كې لاسوهنه ونه كړي او سويډن به خپلو همكاريو ته دوام وركړي.

د سويډن د بهرنيو چارو له وزير سره په خبري غونډه كې د افغانستان د بهرنيو چارو وزير ضرار احمد مقبل وويل، مخكې له دې چې په افغانستان كې سياسي واك ولېږدول شي، له واشنګټن سره د امنيتي سند لپاره زمينه برابره ده او اړتيا ده، چې له طالبانو سره د سولې خبرې په عملي توګه پېل شي.

د هېواد د بهرنيو چارو وزير همدا راز ټينګار وكړ، چې تر اوسه د كابل-تهران تر منځ د امنيتي همكاريو هوكړه ليك وروستى شوى نه دى، خو نوموړى د افغانستان او پاكستان په اړيكو كې د احتمالي ترينګلتيا په باب اندېښنه لري او زياتوي د ټاكنو په ورځ د افغان امنيتي ځواكونو څو پوستې د پاكستاني سرتېرو تر توغنديزو بريدونو لاندې راغلې.

Trending

Exit mobile version