تازه خبرونه
ضمير: کروندو ته د اوبو رسول مهم لومړیتوب دی
د کرنې او مالداري وزیراسدالله ضمیروایي، د کروندګرو کروندو ته یې د اوبو رسول مهم لومړیتوب دی.
نوموړي د دې وزارت د سلو لومړیو کاري ورځو د پروګرامونو د بیانولو په مهال ټینګارو کړ چې د آبي سرچینو د جوړولو لپاره ځانګړي پروګرامونه تر لاس لاندې دي.
د کرنې او مالداري وزیرهمدا راز زیاتوي چې د سړخونو، د غنمو لپاره د ستراتیژیکو ډیپوګانو جوړول، مالداري او د خصوصي سکتور وده یې د سل ورځو کاري پلان نور پروګرامونه دي.
اوبه لګول، غنم، بڼوالي، مالداري، تحقیق، ځنګلونه، د خصوصي سکتور وده او سمونونه د سلو لومړیو ورځو لپاره د کرنې د وزیر اته پروګرامونه دي.
د کرنې او مالداري وزیر د دې پروګرامونو د وړاندې کولو پر مهال ټینګار وکړ چې د کروند ګرو کروندو ته د اوبو رسول او کروندګرو ته د دې ډاډ ورکول چې محصولات به یې په مناسبه بیه وپیرل شي، د هغه مهم پروګرامونه دي.
د کرنیزو محصولاتو لپاره د سړخونو او ستراتیژیکو ډیپوګانو جوړول، د شاتو د مچیو فارمونه او د کروندګرو لپاره د څیړنیزو ښونځیو جوړول د کرنې او مالداري وزارت د سلو لومړیو کاري ورځو پروګرامونه دي چې باید عملي شي.
دی ټینګارکوي چې د دې پروګرامونو د عملي کولو لپاره بودجه شته او له کافي ملاتړ برخمن دي.
خبریال: حمید صدیقي