تازه خبرونه

ضمیر کابلوف له امیر خان متقي سره د ډیپلوماټیکو اړیکو د کچې پر لوړولو خبرې وکړې

د بهرنیو چارو وزارت د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ دغه راز امیر خان متقي د روسیې له فډراسیون مننه وکړه، چې په مسکو کې د سفیر پر کچه د اسلامي امارت ډیپلوماټ مني او ژمنه یې وکړه، چې د افغانستان حکومت به په نږدې راتلونکي کې مسکو لپاره د سفیر پر کچه ډیپلوماټ معرفي کړي.

Published

on

د روسیې ځانګړي استازي په کابل کې د افغانستان بهرنیو چارو وزارت له چارسمبالي( سرپرست) امیر خان متقي سره د دوه اړخیزو ډیپلوماټیکو اړیکو د کچې پر لوړولو، د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو پراختیا او ځینو سیمه‌ییزو مسایلو خبرې وکړې.

د بهرنیو چارو وزارت د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ دغه راز امیر خان متقي د روسیې له فډراسیون مننه وکړه، چې په مسکو کې د سفیر پر کچه د اسلامي امارت ډیپلوماټ مني او ژمنه یې وکړه، چې د افغانستان حکومت به په نږدې راتلونکي کې مسکو لپاره د سفیر پر کچه ډیپلوماټ معرفي کړي.

د افغانستان لپاره د روسیې ولسمشر ځانګړي استازي ضمیر کابلوف هم پخپل وار وویل، چې هېواد ته یې له افغانستان سره د اړیکو پراختیا اړینه ده او د همدې لپاره یې دا اقدام وکړ، چې د اړیکو د پراختیا په لار کې خنډونه لرې شي.

د هېواد د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي د روسیې فډراسیون له وروستي اقدام ، چې د افغانستان اسلامي امارت یې د ممنوعه ډلو له نوملړه لرې کړ؛ مننه وکړه.

کابلوف ویلي؛ په راتلونکې می میاشت کې به د کازان فورم په څنډه کې د روسیې او افغانستان د دوه اړخیز دایمي کمیسیون د کار د پیل لپاره هم ځانګړې غونډه ترسره شي.

ویل کیږي، چې دواړو لوریو د افغانستان اسلامي امارت او روسیې فډراسیون ترمنځ دوه اړخیزو اړیکو د کچې لوړوالی مهم وباله او دا یې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو نوی پړاو یاد کړ.

Trending

Exit mobile version