تازه خبرونه

ضمیر کابلوف له پاکستانيو چارواکو سره پر افغان سولې خبرې کړي

Published

on

(Last Updated On: کب ۲, ۱۳۹۹)

د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي ضمیر کابلوف، پرون (جمعه د کب لومړۍ) د افغانستان د سولې بهیر په اړه د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیر او پوځي چارواکو سره بحث او خبرې کړې دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت څرګنده کړې: دواړو لوریو پر دوه اړخیزو اړیکو او په افغانستان کې د روانې جګړې پر حل خبرې وکړې.

د غونډې پر مهال د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي د افغانستان د سولې له بهیره ملاتړ څرګند کړ.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ويلي، چې دوی د امریکا او طالبانو ترمنځ هوکړه او د افغانانو ترمنځ د سولې خبرو پیل ته ډاډمنه زمینه برابره کړې ده.

د دوی د څر

د دوی د څرګندونو له مخې؛ د سولې خبرې به غوره پایلې ته ورسیږي او افغانان به په افغانستان کې له سولې او ثباته برخمن شي.

ضمیر کابلوف د پاکستان د پوځ له لوی درستیز جنرال جاوید قمر باجوه سره د سیمه ییز امنیت او د افغانستان د سولې بهیر په اړه هم خبرې کړې دي.

باجوه ویلي؛ په افغانستان کې سوله د دواړو هېوادونو او سیمې په ګټه ده.

ویل کیږي، چې ضمیر کابلوف د افغانستان د سولې په بهیر کې د پاکستان له رول ستاینه کړې او هیله من شوی، چې د روسیې او پاکستان تر منځ اړیکې نورې هم پیاوړې شي.

پدې ناسته کې دواړو خواوو د دوه اړخیزو اړیکو پر پراختیا ټینګار کړی دی.

دا په داسې حال کې ده، چې ناټو د دفاع وزیرانو له ناستي وروسته او د امریکا ولسمشر جوبایډن  په مونیښ ناسته کې په ​​افغانستان کې د جګړې پر پای ته رسولو ټینګار کړی او پر سیاسي حل او ډیپلوماټیکې هڅو ټینګار اړین بولي.

Trending

Exit mobile version