تازه خبرونه

ضیاالحق امرخېل د ولسمشر اشرف غني ستر سلاکار شو

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د ټاکنو خپلواک کمیسیون د دارالانشا پخواني مشر او د اوسنیو پارلماني ټاکنو له وروستي نوملړه لیرې شوی نوماند ضیاالحق امرخېل په ولسي او سیاسي چارو کې د ولسمشر اشرف غني ستر سلاکار ټاکل شوی دی.

ښاغلی ضیاالحق امرخېل د ۲۰۱۴ کال د ولسمشرۍ په ټاکنو کې له هغې وروسته، چې د داکتر عبدالله عبدالله په مشرۍ د اصلاحاتو او همګرایۍ ټاکنیزې ډلې درغلیو ته د زمینې پر برابرولو تورن وپېژانده؛ له خپلې دندې استعفا ورکړه.

په دې وروستیو کې ښاغلي امرخېل پارلماني ټاکنو ته ځان ثبت او نوماند کړ؛ خو ټاکنیزو شکایتونو ته د لاسرسي کمیسیون یې نوماندي رد کړه او له اړوند نوملړه لیرې شو.

نوموړي اجرائیه رییس تورن کړ، چې په پارلماني ټاکنو کې د هغه د سیالۍ خنډ شوی دی.

دا په داسې حال کې ده، چې د هغه مهال د ټاکنو خپلواک کمیسیون رییس هم د ارګ لخوا د مشرانو جرګې د غړي په توګه دې جرګې ته ورپېژندل شوی دی.  

Trending

Exit mobile version