تازه خبرونه

طالبانو افغان استخبارات د خپلو بندیانو پر ځورونې تورن کړل

Published

on

(Last Updated On: چنګاښ ۲۱, ۱۳۹۹)

طالبانو افغان استخبارات تورن کړي، چې زندانیان یې د امریکایي ځواکونو د وژلو په بدل کې له روسیې څخه د پیسو اخیستو او په دې اړه د اعتراف لپاره ربړولي او ځورولي دي.

په امریکايي رسنیو کې طالبانو ته د امریکايي سرتېرو د وژلو په بدل کې د روسیې لخوا د ډالیو د ورکړې د راپورونو له خپریدو وروسته طالبانو د افغانستان استخباراتي اداره تورنه کړې، چې طالب زندانیان یې د همدغه اعتراف لپاره ربړولي دي.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر یوه غړي خیرالله خیرخوا د دغې ادعا تر څنګ ویلي، چې هیڅوک دا نشي ثابتولی، چې طالبانو دې له روسیې څخه د امریکايي سرتېرو د وژل په بدل کې پیسې اخیستې وي.

د افغانستان د ملي امنیت اداره د طالب زندانیانو د ربړونې او په زور د اعتراف اخیستو تورونه بېځایه ګني او وايي، چې له طالب زندانیانو سره یې د بشري حقونو په رڼا کې چلند کړی دی.  

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګې لاوروف دا خبره رد کړې، چې ګواکې دوی طالبانو ته د امریکايي سرتېرو د وژلو په بدل کې پيسې ورکړي دي.

هغه وایي: زه یوازې دا ویلی شم، چې دا ټولې ادعاوې یوازې په ګومان ولاړې دي. هیڅ داسې څه ندي وړاندې شوي، چې واقعیت یې ثابت کړي.

 

له بلې خوا امریکايي پوځي چارواکو ګانګرس ته په خبرو کې ویلي، چې روسیه له کلونو راپدیخوا له طالبانو سره اړیکې پالي.

که څه هم پدې اړه ناندرې روانې دي؛ خو طالبان اوس هم د هغو زندانیانو پر خوشې کیدو ټینګار کوي، چې نوملړ یې پخوا امریکا ته سپارلی دی.

طالبانو ته نږدې سرچینې وايي؛ طالبان ندي حاضر، چې له هغو شپږ سوه بندیانو تېر شي، چې حکومت یې پر نه خوشې کولو ټینګار کوي او له همدې کبله خپلمنځي خبرې له خنډ او ځنډ سره مخ شوي دی.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند ګران هېواد ويلي؛ د افغان سولې په اړه په وروستۍ نړیواله غونډه کې هم د سیمې او نړۍ د هېوادونو استازیو ټینګار وکړ، چې د طالب زندانیانو د خوشې کولو پر وخت باید د قانون واکمني تر پوښتنې لاندې را نشي.

دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو په غور ولایت کې اوولس افغان سرتېري خوشې کړي او ټینګار کوي، چې د پېنځه زره طالب زندانیانو پر خوشې کولو یې له امریکا سره هوکړه کړې او نوملړ یې هغوی ته سپارلی؛ نو، ځکه د نوي نوملړ سره موافقه نکوي.  

Trending

Exit mobile version