تازه خبرونه
طالبانو امریکا ته پرانیستی لیک لېږلی
په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر ملا عبدالغني برادر په دې لیک کې په ډاګه کړې، چې د افغانستان جګړه پوځي حل لار نلري او دواړه خواوې باید د دوحې هوکړه لیک پلی کړي.
د طالبانو سیاسي مرستیال او د دوحې د سیاسي دفتر مشر امریکا ته په یوه سرخلاصي لیک کې څرګنده کړې، چې د افغانستان جګړه پوځي حل لار نلري او د دوحې هوکړه لیک باید پلی شي.
په دې یوولس ماده ییز لیک کې د سولې خبرو د بریالیتوب لپاره د هڅو یادونه شوې او ژمنه شوې، چې د اسلامي شریعت په اډانه کې د ښځو حقونو او د بیان آزادي ته ژمن دي.
ملا عبدالغني برادر وایي: یو ځل بیا یادونه کوم، چې هېواد او خلک مو له یوې تحمیلي جګړې سره مخ دي؛ د دې جګړې پای د ټولو مسوولیت دی او د ټولو په ګټه ده. د دوحې هوکړه لیک تطبیق د افغانستان د جګړې د پای لپاره تر ټولو ښه لار ده.
په همدې حال کې یو شمېر سیاستوالو ویلي: که د افغانانو خپلمنځي خبرې ناکامه شي؛ دا به د یوه داسې کړکېچ سبب شي، چې مخنیوی به یې ناشونی وي.
د افغانستان د جمهوریت پلوي مرکچي پلاوي مشر د اروپا مېشتو افغانانو په یوه انلاین ناسته کې څرګنده کړې، چې افغانستان باید بیا تېرو تیارو ته ور ونه ګرځي.
شاوخوا یوه میاشت کیږي، چې په دوحه کې د افغانانو خپلمنځي خبرې په بشپړ ډول درېدلي دي. ان تر دې ، چې د طالبانو او دولت ځینې مرکچیان له دوحې ووتل.
اوس اندېښنې دا دي، چې که د افغانانو خپلمنځي خبرې ناکامه شي او دواړه خواوې له دې فرصت ګټه وانخلي، افغانستان به نوي کړکېچ ته وردننه شي.
د کابینې پخوانی غړی علي احمد عثماني ویلي؛ مونږ د عطف ټکي ته رسېدلي یو. که دې ټکي ته پاملرنه وکړو؛ شونې ده، چې یوې ِوره پایلې ته ورسیږو او که پاملرنه ونکړو؛ داځل به کچړه نه وي او یو ستر بحران او ناورین به وي، ځکه دواړه خواوې د خپل ټول ځواک وګاروي.
افغان حکومت ویلي، چې طالبان سولې ته لیوالتیا نلري او په همدې دلیل یې د خبرو مېز پریښی او تاوتریخوالی یې ډېر کړی دی.