تازه خبرونه

طالبانو بهرنیو ډیپلوماټانو او مرستندویانو ته د خوندیتوب ډاډ ورکړ

Published

on

(Last Updated On: غبرګولى ۴, ۱۴۰۰)

طالبانو د سې شنبې پر ورځ له هغې وروسته، چې آسټرالیا د امنیتي اندېښنو له کبله په کابل کې د سفارت تړلو اعلان وکړ؛ طالبانو په ډاګه کړه، چې دوی به په افغانستان کې د ټولو ډیپلوماټانو او مرستندویه کارمندانو لپاره د خوندي چاپېریال زمینه برابره کړي.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم د فرانسې خبري آژانس ته څرګنده کړې: د افغانستان اسلامي امارت ټولو بهرنیو ډیپلوماټانو او د بشردوستانه سازمانونو کارمندانو ته ډاډ ورکوي، چې (مونږ) به دوی ته کوم ګواښ متوجه نکړو.

هغه زیاته کړې: مونږ به د هغوی د هڅو لپاره د خوندي چاپېریال زمینه برابره کړو.

د آسټرالیا لومړي وزیر سکاټ موریسون د سې شنبې پر ورځ ویلي، چې روانه اوونۍ به په کابل کې سفارت وتړي.

هغه د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته په کابل کې د مخ پر زیاتیدونکي ناڅرګند امنیتي چاپېریال په اړه وېره څرګنده کړې ده.

سکاټ موریسون د دې کار علت د امریکایي ځواکونو له وتلو وروسته ناڅرګند امنیتي حالت نومولی دی.

هغه ویلي؛ د وضعیت له ښه کېدو سره به سفارت بیا پرانيستل شي.

آسټرالیا دا مهال په افغانستان کې شاوخوا ۸۰ سرتېري لري او ټاکل شوې، چې له ناټو او امریکایي سرتېرو سره د روان زېږدیز کال تر سپټمبره له افغانستان څخه ووځي.

Trending

Exit mobile version