تازه خبرونه
طالبانو تائید کړه، چې یو مهم مشر یې په ننګرهار کې وژل شوی دی
(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)
د طالبانو په وینا؛ مولوي محمد ولي حقاني د ننګرهار په کوټ ولسوالي کې وژل شوی دی.
په دې برید کې، چې طالبان وايي؛ ډېر سخت و او څلور ساعته یې دوام وکړ، له حقاني سره د هغه لس ملګري هم وژل شوي دي.
مولوي محمد ولي حقاني د طالبانو د عملیاتو د څارلو له پاره کوټ ولسوالي ته تللی و.
طالبانو نه دي ویلي، چې پر حقاني د چا له لوري برید شوی و.
کوټ د ننګرهار له هغو ولسوالیو څخه ده، چې داعش په کې زیات فعال دی.
د یادونې وړ ده، چې د طالبانو او داعشیانو ترمنځ د ننګرهار په څو سیمو کې خونړۍ نښتې هم شوي، چې داعشیانو ته په کې درنده مرګ و ژوبله اوښتې ده.